سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / سلايډ / ټرمپ په مارجه کې شکست وخوړ
President Donald Trump speaks at Fort Myer in Arlington Va., Monday, Aug. 21, 2017, during a Presidential Address to the Nation about a strategy he believes will best position the U.S. to eventually declare victory in Afghanistan. (AP Photo/Carolyn Kaster)
President Donald Trump speaks at Fort Myer in Arlington Va., Monday, Aug. 21, 2017, during a Presidential Address to the Nation about a strategy he believes will best position the U.S. to eventually declare victory in Afghanistan. (AP Photo/Carolyn Kaster)

ټرمپ په مارجه کې شکست وخوړ

حبیب مجاهد

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې نوی د سیاست په بازار راغلی او لا یې هم په مغزو کې د خپلو پخوانیو هوس ځایونو( شرابخانو او نایټ کلبونو) خمار او نشې غځونې کوي،په دې فکر دی چې د دنیا کارونه ټول په خپل لاس برابر او هر څه د امریکا د ګټو په چوکاټ کې منسجم کړي.

ټرمپ له ډیر حماقته فکر کوي چې ددنیا ټول کارونه باید د ده په زړه برابر ترسره شي. هغه ته ځان د مطلق ځواک او توانایي څښتن ایسي نو ځکه غر په غرونو وُلي او ټولې دنیا ته ستراتیژۍ اعلانوي.

په دې لړ کې ټرمپ څه موده پخوا افغانستان ته هم خپله ستراتیژي اعلان کړه، ورپسې ډالري رسنیو تبلیغات شروع کړل چې ټرمپ به ډیر زر په افغانستان قیامت راکوز کړي، طالبان به پو پنا کړي او د امریکا تر ټولو اوږد جنګ ته به د سوبې پای ټکی کیږدي. د ټرمپ د غورو لاپو د بدرګې په کار کې هغو ضعیف العزمه ژورنالیستانو او تحلیل ګرانو هم پوره اخلاص وکړ، چې د ټرمپ زور او قوت ورته تر ټولو برلاس ځواک ښکاريده. هغوی دا څو میاشتې همدا خبرې ګردانولې، چې ټرمپ د په بګرام کې د جنګي ایف ۱۸ الوتکو شمیر زیات کړی، د سي آی اې نوي جاسوسان یې راوستي، بلک هاک الوتکې او بي ۵۲ طیارې یي زیاتې کړي دي او ډیر ژر به د طالبانو کیسه ختمه کړي.

خو طالبانو ددې په ځای چې د ټرمپ د ارقامو او تبلیغاتو جګړه یې متأثر کړي په پوره حوصله او محکم ایمان یې د خپل جنګي توان پیاوړي کولو او د خپلو سیمو د دفاع تقویې ته دوام ورکاوه، طالبانو باور درلود چې ټرمپ او امریکا که هر څومره ستره هیولا هم شي، بیا هم زموږ په شان انسانان دي، انسان که سور اور هم شي دا توان ورسره نشته چې د چا د بقاء او زوال اختیار په واک کې واخلي. ځکه زموږ ایمان دی چې د دنیا ددې ټولو قوتونو نه لوړ یو بل داسې قوت شته چې دغه حادث او زائلیدونکي قوتونه ورته د مچ دوزر حیثیت هم نلري. طالبانو باور درلود چې ټرمپ او ټول پوځ یې په حقیقت کې د الله تعالی د بې حسابه مخلوقاتو او سیارو په منځ کې د یوې کوچنۍ سیارې( ځمکې) په یوه برخه کې د میږیانو په شان محدود ژوند او پایښت لري چې توان یې د دې ټولو کهکشانونو او اسمانونو د خالق تعالی د ځواک په مقابل کې اصلا د پرتلې او حساب وړ نه دی.

په داسې حال کې چې مادیت پرسته نړۍ د ټرمپ له ډاره ګبڼۍ نیولې وه، طالبان د حق تعالی په ځواک او نصرت په باور سره د دې معاصر دجال مقابلې ته ور وړاندې شول او ټرمپ ته یې په ځغرده وویل چې که د سړیتوب او مفاهمې چلند دې زده وي نو کولای شو په خبره ځان سره پوه کړو. او که خبره د زور وي نو لاس څه بلکې لاسونه دې خلاص.

خو ټرمپ د غرور او حماقت په یابو سپور و، د هغه جنرالان او محلي معاشخواره هم دده په شان د لیونتوب باد ووهل او طالبانو ته یې د مرګ او ژوند ضرب الاجل وټاکه، هغوی خپل لومړني عملیات په هلمند کې پیل کړل، ګڼ شمیر سمندري عسکر،ځانګړي ځواکونه، چورلکې او بې پيلوټه الوتکې یې هلمند ته سوق کړې. په هلمند کې یې د خپلو عملیاتو لپاره لومړنی هدف د مارجې ولسوالي وټاکله، د ټرمپ عسکر او محلي اجیران چې د کبر او غرور په نیلي سپاره وو، په ډیرغرور یې په مارجه هجوم ورووړ، خو کله چې دې حماسه جوړونکې سیمې ته ورداخل او د طالبانو دخرپ او ترپ په تاکتیکي بریدونو کې ښکیل شول ایله پوه شول چې د ستراتیژیو اعلان او د سټیج پر سر توپونه ویشتل آسانه خو د جګړې پالل او ګټل خورا سخت کار دی.

ټرمپکیانو پوره یوولس ورځې په مارجې جګړې ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې دڅرخکو او جنګي الوتکو بشپړ ملاتړ ورسره او محلي ظالم ګوډاګیان هم ورسره همکار و، مګر بیا هم ونه توانیدل چې دټرمپ د جنګي ستراتیژۍ لومړنۍ صحنه په بریا سره تمثیل او تعمیل کړي.

تازه خبر وایي چې له یوولس ورځې جنګ وروسته تیره ورځ د ټرمپ د ستراتیژۍ تعمیلوونکي په ځب ځب حالت کې، وارخطا، شرمیدلي او په مړه څټ له مارجې تښتیدلي او د لښکرګاه په خوا یي غوږونه خلاص کړي.

څه موده وړاندې د ټرمپ د ستراتیژۍ متصدي جنرال نیکلسن اعلان کړی و چې دوی به ډیر ژر له طالبانو نه د سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي او په څو میاشتو کې به طالبان خپلې تر نیمایي زیاتې سیمې له لاسه ورکړي. مګر د مارجې تجربې وښوده چې د ټرامپ ستراتیژي خپل لومړني منزل ته تر رسیدو وړاندې پنچره شوې او په تبلیغاتي پمپونو ورکړل شوی باد یې وتلی دی. په مارجه کې د ټرمپ دستراتیژۍ شکست وښوده چې دا ستراتیژي ناکامه او ناکاره دي او د دې توان نلري چې په عملي ډګر کې طالبانو ته ماته ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *