سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دوزيرستان په بمباريو ولې ديني علماء غلي و ؟
hadad_pic(

دوزيرستان په بمباريو ولې ديني علماء غلي و ؟

دوزيرستان په بمباريو ولې ديني علماء غلي و ؟

( عمران خان )

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

داخبره څو اوونۍ وړاندې عمران خان دانصاف گوند مشر په بلوچستان کښې کړې وه،چې د بلوچستان پښتنو بلوڅو يې هر کلى  وکړ او خبره يې روغه وه.

ليکوال(قدرت الله  حداد “فرهاد” ) عمران خان هومره پيژني ، چې هر څوک يې پيژني  لس پنځلس کاله به تير شوي  وي ،چې ده  د پښتو يو څو مطلبه بيان کړي  و، بيا غوږ غوږ و، چې نور څه ووايي اوس به داخبره شريکه کړو.

حضرت خوشحال خان له قوله دا بيت لوستل  شوى ، چې د پښتون په ليونو ښه لگيده او هغه دادى :

چې پښتون کاندې څوک ياد

زه خوشخال شم زړه مې ښاد

خوشخال خان کابل هم يادوي :

چې څوک ياد کاندې  کابل

په گوگل  مې شي غلغــــل

د عمران خان هغه وړاندې  خبري د ټولنې د روغ نظم او انصاف لپاره د پښتونوالې داصولو غوره گڼل و ،بيا هر مهال دغه بوډا چې دعمران خان نوم واوري  لاس  يې غوږ ته نيولې وي چې څه وايي ؟

چې بيا يې بلوچستان کښې د ده خبره واوريده ،چې دى وايي :  ديني مشران ولې د وزيرستان په بمباريو غلي دي ؟  له خلکو غږ واوريدل شو، چې ويل يې بمبارى نه منو. د پښتو خوږ آهنگ دى، که څوک د پښتو فلسفه په ادب کښې غوړاي مونږ ته نژدې  شاعر حمزه بابا دى.

زه حمزه ، چې چېرته اشنا ستا په کوڅه درشم

وايم چې سيلونه  د جنت کوم په خوب کښې

د 1386 لمريز کال د تلى د مياشتى نهه ويشتمه خبر رسوونکي وويل : د امريکا اودافغانستان عسکرو له ائتلاف سره د هلمندپه موسى کلا کښې له طالبانو سره په جگړه کښې دولس طالبان وژلي  دي . جگړه دوه ورځې  کلکه روانه وه، دا هم د پښتون او پښتونولۍ  خبره ده، چې امريکا ، اروپا د افغانستان ددفاع وزارت عسکر ورسره هلته يوې  ولسوالۍ او څو طالبانو سره په جگړه اخته دي . دا يوه وړه بېلگه ده چېرته امريکا چېرته د موسى کلا ولسوالي ؟ چې اروپا ، افغان عسکر او پوليس ورسره دي داسې نابرابره جگړه څنگه کيداى شي ؟  داسې خبرونه  هره ورځ اوريدل کيږي بيا څوک دا خبر نه څيړي کو مه معجزه ده، چې يو قوم (پښتون) دى او د نړۍ له سترو هېوادونوسره لگيا دى جگړه کوي ، خو څوک نه پوهيږي.

د شنو پاڼو توييدل ياريژيدل : ددې دووخبرو، چې يو يې د موسى کلا د ولسوالۍ جگړه د نړۍ له سترو هېوادونو سره ده او بل خبر د شنو پاڼو ريژيدل دي .

چې هنر عيب کا عيب هنر کــــا

د رحمان په دور دا هنر پيداشو

څوک دانه وايې، چې امريکا او اروپاشپږ کاله دلته ولسواليو کښې لگيادي  دا کوم انصاف او ميړانه ده ننگ او غيرت چير ته کډه کړى او د پښتون د اهمت څنګه نه شې ليدلى  او ټول چپه خوله دي ؟ د عمران خان دې  کورودان وي، چې د وزيرستان د بمباريو په برخه کښې يې مذهبي علماوته وويل:

څنگه چپه خوله پاتې ياست؟

د شنو پاڼو د ريژيدلو د استان هم داسې دى د ٢٠٠٧م کال داوکتوبر مياشت پاتې  او د1386 د ليندۍ مياشت ده دونو شنې  پاڼې ريژي  او ژيړې  نه دي . دا لومړى ځل دى همدغه لوى بدلون ته  د چاپام نه دى ( دا د ځمکې  تودخي ده او د اقليم بدليدل دي )

چې کولاى شي بشري  ژوند ته د پاى ټکى کښيږدى .

امريکا کښې وچکالي  ده دومره،چې غواړي د شپې له پلوه ښارونه تياره پريږدي او بريښنا لږه ولگوي په دې حال کښې عراق او افغانستان کښې خلک شپه او ورځ وژني  او ددغو هېوادونو خلک لگ

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *