یکشنبه , 22 اپریل 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دکراچۍ حالات او نوى پېر !
hadad_pic(

دکراچۍ حالات او نوى پېر !

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

په کراچۍ کښې، چې د اکتوبر په شلمه کوم حالات و د بېنظير بوټو له راتگ سره کراچۍ ته لويه بد نظمي او مرگ ژوبله راغله. بېنظير بوټو  اوږده وينا وکړه او بيا يې د ديموکراسۍ د راوستو خبره وکړه. د جنرال ضياء الحق پلويانو ته يې گوته ونيوله، چې په دې بمونو کښې  د هغوى لاس و. بېنظير بوټو به پوهېږي بيا په هغو خبرو، چې نړۍ بدله شوه ديموکراسي په عمل کې ليدله شوې نه پوهيږي. نور خلک هغه نه غواړي په عراق او افغانستان کښې څه روان دي؟

اوس هغه حالات او فکرونه پاتې نه دي، چې ٢٠٠١م کال د سپتمبر په مياشت کښې  و؛ ځکه د شپږنيمو کلونو پېښو نور څه وښودل. لکه، چې رحمان بابا وايي :

دغه يار دى د اغيار

دغه گل دى د غه خار

دغه گل دى دغه خار دى

دا منصور دى دغه دار

دا رقيب دى دا حبيب دى

دغه گنج دى دغه مار

دا عالم دى دا جاهل دى

دا خفته دى دا بيدار

دا رحمان دى دا جانان دى

دا طبيب دى دا بيمار

دا ساده انشاء د رحمان ده، چې د کرزي، مشرف ا و بېنظير بوټو لپاره ډېره سودمنه ده؛ ځکه الهامي کلام دى. په ښکاره ليدل کيږي.

چې د تمام عالم لښکر درسره

که خداى درسره نه وي يک تنها يې

((چې الله درسره مل نه وي رحمانه ))

((که لښکرې درسره وي يک تنها يې ))

شل زره عسکر او چورلکو، چې د بېنظير بوټو لپاره امنيت وساتي ،بيا څه وشول؟

د رحمان بابا کلام په پاخه مضمون رسا دى؛ ځکه هغه مهال د مغلو امپراتوري وه. له هرې خوا گړندۍ وه، چې د هغو له لارو چارو انگليسانو هم گټه واخسته. د غوريانو عزنويانو کړنلاره، چې مغلو ته پاتې شوه له مغلو انگليسانو ترلاسه کړه، پښتانه د دواړو خواوڅخه ( هم  مغلو هم او انگليسانو وځپل).  بيا د روسانو، امريکايانو، انگليسانو او دا لړۍ لا روانه ده.

په زړه پورې خبره ده، چې د کوشانيانو پېر ،چې ساکانو مرسته ورسره کوله ډېرو هېوادونو کوشانيانو، چې کوچيانيان په ويلو کښې  بلل کېدل هغو خلکو اړولي، چې د ((چ)) تورى يې نه درلوده هغه يې په ((شين)) بدل کړى دى. کوشانيانو ملگري هېوادونه يې جوړول د هغوى خپلواکي يې د هغوى لپاره ساتله، چې همدغه سياست احمد شاه بابا پورې ورسېده، چې هند کښې د هند مغلي پادشاه سره يې دوستي درلوده. همداسې بخارا او ايران سره د تيمور شاه د ده امپراتوري وساتله پرته له ډېرو جگړو، تاين بي هغه د کوشان دوستي په نوم يادوي. چې دغه سياست په سيمه کښې تجارت او ضايع ته لوړتيا ورکړه. د ژبې خبره سياسي نه وه تجارتي وه له هند نه تر اتلانتيک پورې ويل کېده بيا اروپا هڅه وکړه، چې هر څوک خپله يا هر هېواد خپله ژبه تجارتي کړي. پخوا تر هغه د يونان حکومت تللى و او ژبه يې ويل کېده. ژبه، چې د تجارت برخه وه يو شانې وه، چې د سياست برخه شوه. بيا خبره بله وه دا اروپايانو وکړل، چې هر هېواد لکه انگليسي فرانسوي، جرمني، پرتگالي، هالندي … په آسيا کښې  وروسته ژبه د سياست برخه شوې ده. لومړى، عربي وه بيا فارسي او ډېرو هېوادونو ويله. په نولسمې پېړۍ ترکي، هندي، عربي، ازبکي هر چا خپله ژبله وپاللــــه ، چې اوس دا دود شوې  پښتنو ه تراوسه خپله ژبه رسمي کړې نه ده ،چې يوه ژبه وي او په دې لار کې هسې  لږ څه گړندي شوي. افغانستان کې پښتو فارسي د دري په نوم ا و نورې ژبې هم ومنل شوې.

له 2001 م کال وروسته هر څه امريکايي شول بيا ژبه د امريکې په دود نه ده امريکې کښې انگليسي رسمي ژبه ده. نورې ژبې لکه سپانوي په خپل ځاى منل کيږي. تاين بي د کوشان پارت ساک ترمنځ گډ سياسي ميراث يادوي.

ځينې ايراني، هندي ليکوال له پخوا نه گډې وډې وايي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *