سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / سلايډ / پېژند پاڼې مو چې سره ورک نه کړي!!
26166612_2199734506719333_662649337196163730_n

پېژند پاڼې مو چې سره ورک نه کړي!!

استاد سعود
ټاکل شوې وه چې نن سه شنبه به بريښنايې پيژندپاڼې ويشل پيل شي، دا وروسته له هغه چې په۲۰۱۵زيږديزکال کې هم دغه موضوع چې ګڼ شمير کرکې، بدمرغۍ او ناورينونه يې په غيږ کې لرل را ولاړه شوه، او اوس يوځل بيا د ټرمپي کافرانه ستراتيژۍ په بهير کې د يوې مياشتي شاوخوا راسې پرې خبري کيدې او ورته وخت ټاکل کيدو.
هغه وخت او دا وار يې بيا هم په لومړيو شيبو کې د يو کړکيچ بڼه ځکه خپلوله چې ویل کيدل د پيژندپاڼو به د بريښنايې کيدو ترڅنګ يو نوښت دا وي چې افغان مؤمن ولس (ترکمن، تاجک، ازبک، پشيې، پښتون، هزاره، زرلشتي، ايماق، عرب، بلوڅ، شيعه، سني او…) به پرې د برما، فلسطين، اروپايې او نورو هيوادو د ځيني مسلمانانو په برخليک اخته او د اسلام او افغان مقدسات به يې له هويت/پيژندپاڼې ليري کړي، له څرګند سرشاره تاريخ ـ روښانه او وياړمن هويت او هرڅه به يې پردې کړي، د متمدن اسلام شاهکارۍ به تري هيري او دوی به ترې ناخبره کړي او بالآخر به زموږ هيواد وال نه کوم استقلال او مستقل هيواد ولري او نه به له خپلې اسلامي عقيدې سره ژوند کولای شي بلکې که بيا هم دوی له خپلي عقيدې نه اوړي نو له اقليت سره يوه بنسټ پاله ډله به وبلل شي او له منځه به وړل کيږي او… ديته ورته لسګونه نورناورينونه له دې موضوع سره تړلي و.
هغه وخت دغه موضوع د غني له لوري را منځته کړای شوه چې په پيل کې يې مؤمن ولس او د ولسي جرګې يوڅو غړو او بيا وروسته جرګې سر تاسری مخالفت ښکاره کړ، د هيواد په سطحه په ځينو ادارو کې هم خوځښتونه راغلل او دغه موضوع چپه او غلې شوه.
د ټرمپي ستراتيژي په بهير کې دا وار بيا دغه موضوع د هغه بل وار سرچپه د ولسي جرګې له لوري رامنځته شوه او د مؤمن ولس ترڅنګ غني و دريد، دا که څه هم په ښکاره خو د مؤمن ولس غوښتنه ورسره پوره شوه خو د ټرمپي ستراتيژي هغه موخې چې د دې موضوع په داسي شکل را برسيره کولو لاندي وې د مؤمن ولس په اغفالولو يې د لاسته راوړنې چټکې هڅي پيل شوې.
مخکې له دې چې په دغه اړه څه و وايم د دريو ځيرنو په ترڅ کې د مؤمن ولس پام هغه اغفال ته را اړوم چې ور سره عملاً د خپلو چارواکو له لوري مخ يو او ترې د وتلو لاري چاري لا هم اسانه او زموږ په واک کې دي.
لومړی ديته ځيرنه پکار ده چې څنګه غني او ولسي جرګې د پيژند پاڼو په اړه خپل موقفونه په همغه سائز خو نوي ډيزائن کې تبادله کړل چې ولسي جرګه به د غني موقف واخلي مؤمن ولس خو هسي هم د تير پشان مخالفت کوي نو غني به دا وار دولسي جرګې مو قف واخلي چې له يوې خوا په تير پسي دا وار بيا دغه موضوع نا کامه نشي او له بلي خوا به د ولس په غوښتنه خپل زوړ موقف چې اوس پرې ولسي جرګه نصب شوې بيرته ور رد کړي.
په پيژند پاڼوکي به د اسلام او افغان مقدساتو ته بي کم او کيفه ځای ور کړي، دا کار به يې د ولس په نمائنده ګۍ کړی وي چې ده ته نه بلکې ولسي جرګې ته ور دغاړي ده او په دې چل به غني ځان ولس ته له ولسي جرګې هم را نږدې کړی او د هغه باور به يې ترلاسه کړی وي او پيژند پاڼې به هم د ټرمپي ستراتيژي د غوښتني په ځای د ملي غوښتني بڼه خپله کړي، الله اکبر له ولس سره څومره ستر کيد اوغدر دی او د ټرمپي سترا تيژي په لاره کې څومره کوټلي ګامونه.
د ده په موقف ولسي جرګه نصب او کافرانو ته نږدې شوه او ولسي بڼه يې له لاسه ورکړه، په دې ترتيب ولس لکه چې له غني د خير تمه نه درلوده له په نوم ولسي جرګې يې هم تمه وختله او يواځي شو.
دوهم ټکی چې موږ بايد ورته ځير يو دا دی چې د ټرمپي ستراتيژي بنسټ په همدغه اسلام او افغان د ښمني ولاړ دی، هر ډول اوله هري لاري چې شونې وي سرته يې رسوي، او غني خو هرچا وليدل له پيله د يو ټيټ رتبه مأمور په توګه د امريکايې ګټو د خونديتوب او زموږ په هيواد کې د هغو د موخو سرته رسولو لپاره ګومارل شوی او له هيواد او ولس سره يې نه جبرانيدونکی غدر کړی، امنيتي تړون، بيا بيا په ولس باندي د کافرانو وحشتونه تو جيه کول او د پټولوناکامي هڅي يې، د ټرمپي ستراتيژي هرکلی او د هغې په برکې د خونړيو پيښو او وحشتونو وروسته د ولس په ځخمونو مالګه اچول نور يې هم ستايل او ورته خوشبيني ښکارول، د ناکامې ستراتيژي د کاميابي په لور د بوتلو لپاره د پيژند پاڼو د طرح او پلان د عملي کولو رول په لاس کې اخستل او له هغه سره سم په داسي چل او فريب (لکه چې په لومړۍ ځيرنه کې مو وويل) اجرا آت کول يې ژوندۍ بيلګې دي.
درېيم د ځيرنې او پام وړ ټکی دا دی چې کافران او د هغو ګومارل شوي مأموران خپلو موخوته له دريو لارو په يوه او داړتيا په وخت له دوو او ياهم له دريو واړو لارو ځان رسوي، لومړۍ داچې مشر او مأمورته د کار له وړتيا لرلو وروسته د ليوني، ناپوه او ټوکمار رول ورکوي، دوهمه داچې هر حقيقت او واقعيت چپه نوموي، په ځانګړې هغه چې په خپله بڼه هغوته د لاري خنډ وي او يا دوی ته په چپه تعبير سره دخپلي موخي لاره اواره وي، درييم داچې يو نازک پړاؤ ته د رسيدلو په وخت عام اذهان اغفالوي، د ولس او خلکو پام بل خوا اړوي او د هغو په نا پامي کې د خپلو موخو په لور بيړنی خوځښت کوي، دوی د دې بيا بيا عملي مشقونه هم کړي چې له چا پټ نه دي.
د دې ځيرنو په رڼاکې اوس خپلي موخي ته را ګرځم: دا چې غني او ولسي جرګې موقفونه تبادله کړل او ورسره هريو مضاد اړخ ته نږدې او جرګې پکې ولسي بڼه ورکه کړه، نو يو خو د کافرانو له هغو موخو اغفال راغی چې د پيژندپاڼو د موضوع تر پلان لاندې دي او بل له دې څخه هم اغفال راغی چې د ولس اصلي نمائنده (ولسي جرګه) په چل او فريب نا څاپه کافرانو ته ور نږدې کړل شو، ورسره سم غني ځان ولس ته په ور نږدې کولو هغه هم د ټرمپي ستراتيژي غيږي ته ور ټيل واهو.
له دغه ادلون بدلون سره د ولس پام له دې هم واوښت چې په پيژند پاڼو کې څه ډول د اسلام او افغان کليمي ځايول غواړو؟ ايا داسي چې د دې خاوري هر قوم او هر وګړی به مکلف وي چې په خپله پيژند پاڼه کې دغه دواړه کليمي ځای کړي او که به خپلي خوښي ته پريښودل کيږي چې د هويت په کرښه کې د قوم نوم او که د خپلې خاوري او اصلي هويت (افغان) کليمه ليکې؟
د ولس غوښتنه خو دا وه چې په پيژند پاڼو کې د اسلام او افغان کليمي ځايول په داسې کم او کيف وي چې د دې خاوري هيڅ يو وګړی له خپل هويته ورک او له خپلې خاوري پردی نشي، له خپل سرشاره تاريخه ونه ايستل شي، د اسلام او افغانيت فيصدي پرې را ټيټّه نشي، د هيڅ ډول افراط تفرطي او فرقه ګرايې رمز ونه لري، هيواد وال مو په قومونو ويشلي آش پاش او د هيواد والۍ اومليت هيڅ حق ترې سلب نشي او داسي نور، چې دا ټولي موخې د هر وګړي د پيژند پاڼي په هويت کرښه کې يواځې د افغان کليمي په ځايولو سره ترلاسه کيدايشي، په بل هر صورت کې د ولس ټولي خوارۍ بيځايه او ټولي ملي او اساسي غوښتني او اهداف له منځه ځي او په هغو کرکو، بدمرغيو، ناورينونو او کړکيچونو کيوزې چې کافرانو زموږ له پيژند پاڼو څخه د اسلام او افغان کليمو د بالکليه ايستلو په بڼه زموږ ولس ته اوار کړی و.
دا په رښتيا هم يو نازک پړاؤ ده نو ځکه نه يواځې دا چې د ولس د اصلي غوښتني کم او کيف ته پاملرنه نه ده شوې بلکې لکه چې په ديموکراسي کې يو څوک له هري عقيدې ازاد او د خپلي خوښي د عقيدې پيرو جوړيدلای شي همداسي غني او ولسي جرګې د مؤمن ولس غوښتنه يواځې دومره منلې چې په پيژند پاڼه کې د اسلام او افغان کليمې ځا يولای شي نور يې دکم اوکيف په نه ښو دلو سره په چل او فريب تيروتی ولس د خپل هويت او تاريخ له سرې کرښي (افغانيت) هاخوا هم ازاد کړی بلکې لا هڅوي يې چې که د اصلي هويت (افغان) د کليمې په ځای د اقليت (قوم) نوم وليکې ترڅو د هغو هويت ورک او مؤمن هيواد وال مو د کافرانو له خوا پلان شويو بدمرغيو او ناورينونو غيږې ته ور وغورځوي، نو پام چې دغه پيژند پاڼې مو سره ورک نکړي.
ولس دي دا فکر نه کوي چې ګني رښتيا به غني له ولسي جرګې ښه مسلمان وي چې کافرانو ته ور نږدې شول او غنې يې پريکړه تصويب نه کړه، غني د کافرانو خپل سړی دی ولسي جرګه هم کافرانوته هغه ور نږدې کړې نور هم لګيا دی کار ورته کوي، هغه موخي چې په خپل لومړني موقف کې يې درلودلې اوس يې په دې موقف کې خوندي دي، دا موضوع خو هم د هغې ستراتيژي برخه ده چې له خونړيو پيښو وروسته يې غني لازيات ورته خوشبين دی نو په کوم دليل به پکې له هغه د خير تمه وکړو؟
غيور مؤمن هيوادوال (تاجک، ازبک، پښتون، پشيې ، ترکمن، هزاره، بلوڅ، قيماق، عرب، شيعه، سني او…) ټول په افغانيت کې داسي برابر دي لکه په انسانيت، مدنيت او اسلاميت کې، همدغه افغانيت د هيواد ټول قومونه يو له بل سره منسلک ګرځوي، او بيا هر قوم يوه ځانګړنه او په افغان تاريخ کې يو داسي زرين باب هم لري چې د هيواد د ټولو قومونو افغانيت ته لاهم پرې ښکلا وربښي.
موږ د ګران هيواد قومونه د افغانيت له مخي داسي يو لکه د يو مسجد کليوال، افغانيت زموږ هويت او د يو والي قبله ده، موږ د هغه لور ته د يو والي لمونځ کوو او د دې لمانځه په پيل کې د الله (ج) رسۍ (قرآن) ته لاس پورته کوو او پرې منګولې کلکوو، نو موږد هيواد ټول قومونه به د افغان هويت په درلودلو سره د افغانانو په توګه ټينګ يو والی ساتو، داسي يو والی چې له قرآنکريم څخه سرچينه اخلي، په هغه باندي د منګولو ټينګولو او د خپل هويت د يو والي په بنسټ وي او د نړۍ هيڅ يو ځواک يې په هيڅ ډول مات نکړایشي.
افغانيت د ايمان، اسلام او زموږ د اسلامي خاوري نوم دی، نه په دې خاوره کې د کوم قوم نوم او نه په هغه پوري ځانګړی دی، نو که څوک و وايې چې زه افغان نه يم مانا به يې دا وي چې زه د دې خاوري نه يم او يازه (العياذبالله) مسلمان نه يم، خو د دې خاوري د تاريخ په شاهدۍ سره د هغې وګړي د همدې خاورې بچيان دي، داسي نه لکه صهيونيان په فلسطين کې او يا کرديان په عراق، ترکيه، ايران، او فلسطين کې او هم ٪۹۹سلنه مسلمان دي، نوکه د هيواد په پاکه خاوره کې له وروڼو قومونوڅخه يو يې و وايې چې زه افغان نه يم نوله خپل دين عقيدې، خاوري او څرګند هويته ځان ورکوي او د خپل سرشاره اسلامي تاريخ له پاڼې ځان باسي او بس.
زموږ د هيواد ټول قومونه د افغان هويت په درلودلو سره بايد په دې پوه وي چې د نړۍ د بل کونج او د ځمکي له تله را پورته شوي کافران زموږ د غدارو چارواکو له لاري په يو او بل نوم زموږ هغه زور او ځواک متلاشي کول غواړي چې د همدې افغان هويت په درلودلو سره مو پرې خونړۍ امپراتورۍ راپرځولې دي، موږ چې د همدې افغان هويت او د هغه په بنسټ د ټينګ يو والي په درلودلو سره د نړۍ په مخ يو داسي قوم ياديږو چې په تاريخ کې موله وياړونو پرته څه نشته نو په کار ده چې نور هم همدې افغان هويت او د هغه په بنسټ ټينګ يو والي ته متوجه يو، که موږ ليږ بي پامې وکړو او کافران مو د دې بي ننګو مشرانو په خوله په يو اوبل نوم سره و ويشي او وپاشي نو هغه ټولي بدمرغۍ،ناخوالي، کړاونه او نارورينونه به مو په برخه شي چې کافرانو يې طراحې کړې او د نړۍ په مخ به افغان ملت (تاجک، ازبک، پښتون، پشيې ، ترکمن، هزاره، بلوڅ، قيماق، عرب، زرلشتي، شيعه، سني او…) هغه ذليل ملت ياديږو چې خپل اوږد وياړمن تاريخ ته يې شاکړې او له پيړيو راسي خپل څرګند هويت يې مفت له لاسه ورکړی وي.
زموږ افغان ملت برم په دې حاضر وخت کې په دريو پوښو کې نغښتی ده (۱) د افغان هويت په درلودلو سره د افغانانو په توګه استقلال او ټينګ يو والی کې (۲) د خپل هويت او اسلامي تاريخ په ساتنه اوخوندينوب کې (۳) په خپل ذوق، ويښتابه او نوښت د بهرنيو لاسوهنو او د هغو د ناوړه پايلو تدارک او بيا په خپل تدبر،اسان او معقول دليل او خپلومټو د بهرنيو ځواکونو ايستلو او د يو سوچه اسلامي حکومت په راوستلو کې چې له هرډول بهرني اغيزه پاک وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *