سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / زما هغه غلطه خبره نه هېريږي
hadad_pic(

زما هغه غلطه خبره نه هېريږي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دشلمې پيړۍ په سركښې يو جرمني اّركيالو جست هوګو وينكلر Hugo winckler په خپلو پلټنو كښې په ډېرلوى كچ داسې كتيبې وموندلې او  ولوستلې، چې هرڅه په ډاګه كوي.

دا، چې دشلمې په سركښې څنګه يو نوى مدنيت په تركيه كښې وموندل شو. دادپوهانو اركيالوجستانو كار و،خو دا، چې چا هغه د نومونو ، نسل، ژبې او كړو وړوله مخې وپيژندل، دا ددغه عاجز كار دى .

زما هغه غلطه خبره نه هېريږي، چې په 1338 لمريز كال كښې دپوهاند عبدالاحمد جاويد په مقاله كښې  راغلې وه او  ما يې دكابل په مجله كښې بېرته ځواب ورته وليكو .

هغه دغور دشهزاده او بي بي متو كيسه وه.يعنې غل زى غلځى متانى …. شو .

متانى يو قوم دى، چې مونږ دهغه په څلور زره كلن مدنيت خبرې كوو او دغور دشهزاده ګانو حال دزرو كلونو خبره ده .

تاپه نقشه كښې متانى وليد، چې په كوم وخت كښې و؟

ددې لپاره، چې خبره نامانوسه ده ؛ ورو  ورو خپلي اصلي خبرې ته ورګرځو .

كله، چې وينكلر دغه كتيبې ولوستې وار له واره هيجاني كيدلو، چې په دوه  زرم كال كښې مخكې له ميلاده په دي سيمه كښې دډيپلوماسۍ ژبه اكدين وه او دغه خلك هيتيتي Hititte  نوميدل،خو بيا يې هاتيك بللي، چې ژبه يې لواڼي وه.  لواڼي او هاتيك سره يو  ول.

اكد او سومرين كلده او اّسور د تلفظ تو پير پيداكوي. په اّريايې ژبه كښې ، عربي، يوناني، چينايي … ؛خو، چې نور خصوصيات يې ورته وي بيا لكه د الجبر معاده يوې نتيجې ته رسيږي.

كه اركيا لوجستان په پښتو پو هيداى، كار يې اّسانه تر سره كېدلو.

اوس،چې ١٣٨٤ لمريز كال دى په امريكا كښې دپښتو ژبي،گ ادب، كولتور او تاريخ لپاره څيړنې روانې دي .

١. په شمال كښې دتورې بحيرې څنډه تومنا Tummanna ده او تومن_ سيمه يا وطن او هېواد ته وايي.

چې په درست تومن او څاردى

نن هغه  زما يار دى

(خوشحال)

٢. په جنوب كښې Kizzuwdana كوز ودانه.

٣. سبري په ختيځ كښې Subari سبرى ځاى او سبريني قوم دى.

٤. هورين Hurrian اّرين هورين دى.

٥. متاني Mitani متانى، متو او متوخېل.

٦. نوهسى Nuhasse نوهسنرى.

٧. په ختيځ كښې ارزوا Arzwa ازره.

٨. ميرا Mira ميرا.

دنورو ځايونو نومونه تاسو پخپله مقاسيه كړئ. پكتيا،گ پكتيكا ، ننګرهار … داسې نور ځايونه نشته. په دغه هېواد كښې هاتيك، لواڼي، سبري او لوديا اوسيدل، چې دشلمې پيړۍ په سر كښې  وموندل شول .

پښتانه اوعراقيان ، دداسې بلا په خوله كښې دي، چې سل سره لري .

د((ملت بابا)) ظاهر، جمهور رييس كرزى او څه نور ګډوډ پښتانه، تاجك، هزاره، ازبك؛ داسلام ،افغان او پښتانه غليمان شول. دغه تاريخي نوم بدي ددوى نسلونو او قومونو ته پاتې شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *