یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
81f5d5bd-6a8a-4e25-9d9f-07432623383d_w1023_r1_s

د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي

پنجشنبه (زیارت)   ٢٠ / ٠٧ / ٢٠١٧
په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکو ويلي دي چې ، له نن پنجشنبې نه به په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولوبهير پیل شي چې څو میاشتې به دوام وکړي.دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په دې هېواد کې د ناراجسټره افغان کډوالو په اړه پالېسي اعلان کړه او د دغو کډوالو د راجسټرولو اعلان‌یې وکړ.که څه د خېبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې دا مهال تر ۱۰ لکو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په دغه هېواد کې د روان کال تر پایه پورې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو پاکستاني چارواکي وايي چې پر راجسټر کډوالو سربېره په دې هېواد کې ګڼ شمېر ناراجسټره کډوال هم مېشت دي.د پاکستان او افغانستان حکومتونه او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره “UNHCR” په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټره افغان کډوالو د شمېر په اړه متضادې دعوې کوي، خو په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي دغه شمېر شااوخوا له ۴ تر ۶ لکو پورې اټکلوي.په خېبر پښتونخوا کې د یادې اتشې مشر عبدالحمید جلیلي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت له افغانستان سره تر توافق وروسته د ناراجسټره کډوالو د راجسټرولو پرېکړه کړې او زیاتوي چې دغه پروسه به له نن ورځې پیل شي.عبدالحمید جلیلي جلیلي په دې اړه زیاتوي:”تېر وخت کې هم ځیني حکومتي ادارو په پاکستان کې د غیر راجسټره مهاجرینو تعداد ډېر زیات تمثیلاوه. تقریباً د پاکستان حکومت دا ویل دا شمېر یو نه تر یو نیم میلیون خلک «ناراجسټره کډوال» دلته دي. په هغه وخت کې هم موږ دا خبره کوله چې د دې تعداد په دومره اندازه کې نه‌دی، خو اوس خوشبختانه خپله پاکستان حکومت دا وايي چې په ټول پاکستان کې له ۵ مخ تر ۶ لکو پورې ناراجسټر مهاجر دي چې د یو مسؤل په توګه زه له دوی سره همغږی نه‌یم، ځکه چې کېدای شي د ناراجسټرو مهاجرو شمېر یوازې له ۳ تر۴ لکو پورې وي.”د جلیلي په وینا، په پاکستان کې د ناراجسټر شویو کډالو د راجسټرولو په پروسه کې افغان او پاکستاني حکومتونه دخیل دي او په خبره‌یې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره په دغه پروسې کې برخه نه‎لري.نوموړی همدا شان وايي چې تر راجسټرېدو وروسته کډوال د روان کال تر پایه پورې په پاکستان کې د اوسېدو حق ولري او د ستنېدا پر مهال به ورسره “UNHCR” نه بلکې د مهاجرت نړېواله اداره “IOM” او د افغانستان د کډوالو او بېرته ستننېدونکو وزارت یوه انداره مرسته وکړي. دی وايي:یوازې او یوازې د افغانستان د مهاجرینو وزارت او د «IOM» اداره به یو څه اندازه مرسته په داخل د افغانستان کې کوي، هر تن ته ۳ نیم زره افغانۍ ورکوي، همدارنګه د کور یو څه اندازه سامان ورکول کېږي، لږ خوراکي مواد ورکول کېږي او وروسته دوی ته یو فارم ورکول کېږي چې یو نُمره ځمکه ورته په نظر کې نیول کېږي.”د کډوالو د اتشې مشر زیاتوي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ناراجسټر شوي کډوال یوازې د دې لپاره راجسټروي چې د ستنېدا پر مهال ورسره د مهاجرت نړېواله اداره مرسته وکړي او د پولیسو او امنیتي ادارو له‎خوا ونه‌ځورول شي. جلیلي په دې لړ کې هغه اوازې هم ردوي چې وايي، د ناراجسټر شویو کډوالو د راجسټرېدو پروسه به دغو کډوالو ته تر ډېره په پاکستان کې د اوسېدو لاره اواره کړي او دوی ته به د پاتې کېدو اوږد مهاله اجازه ورکړل شي.نوموړی وايي:”کله چې پاکستان کې امنیتي مشکلات راغلل او مهاجرین ځورول کېدل، نو د پاکستان حکومت دلیل دا و چې زموږ په ملک کې داسې خلک شته چې هغوی سره هېڅ قسم اسناد نه‌شته، نو دا موږ ته د امنیتي لحاظه ستونزه ده. په دې اساس دا کوم سند چې ورکول کېږي، په دې بنسټ ورکول کېږي چې د دې خلکو معلومات د افغانستان حکومت سره موجود واوسي او همدارنګه د پاکستان حکومت سره هم د دې خلکو معلومات موجود دي. د ټولو مهاجرینو چې هغه راجسټر دي که ناراجسټر دي، د دوی یو سرنوشت دی، په دوی کې به دوه سرنوشته نه‎وي او هغه وخت چې راجسټر مهاجرینو ته ورکول کېږي، هغه به ناراجسټرو ته هم ورکول کېږي. “نوموړي په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ کوي چې له دې فرصته ګډه واخلي او څومره ژر چې کولای شي خپل هېواد ته ستانه او نوی ژوند پیل کړي.د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال تر پایه پورې غځولې، خو په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د اتشې د مشر په وینا، له پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ په تېزۍ روانه ده او هره ورځ لسګونه راجسټر او ناراجسټر کډوال هېواد ته ستنېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *