یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / اشرف غني ! دارگ  حريم دې کنټرول کړه

اشرف غني ! دارگ  حريم دې کنټرول کړه

سرليکنه

افغانستان چې دويمه نړيواله جگړه کې بې پلوه پاتې او په ټولو بې پلوه يا بېطرفه هېوادونو په غونډو کې يې پر نړيواله کچه گډون کاوه په رښتيا هغه وخت يې هم ازادي درلوده او هم بې طرفي .

بې طرفي هغه هېواد ساتلاى شي چې هغه خپلواکه وي

همدا ډول دخپل حريم ساتنه هغه هېوادوال کولاى شي چې هغه ازاد وي دکوم هېواد چې ولس ، دولتي ادارې ، نظامي مرکزونه ، اقتصاد ، کلتور ، دزده کړو مرکزونه او بانکي حسابونه دبل په واک کې وي دهغه هېواد هوايي حريم هم دبل په واک کې وي .

په کوم هېواد کې چې پردي پوځونه دعملياتو ، تالاشيو او جگړو قومانده په لاس کې لري دهغه هېواد دځمکې او هوا يا دهغه هېواد دحريم اختيار هم دهغوى داشغالگرو سره وي په ځمکه او هوا چې څه کيږي هغه دبل په واک کې وي

تېره ورځ دارگ په خبر پاڼه کې ليکل شوى وو چې  په ارگ کې دهوايي حريم دساتلو يا کنټرول طرحه تصويب شوه .

دافسوس خبره دا  ده دافغانستان هوايي او حکومتي حريم خو دروسانو له اشغاله وروسته دامريکايي اشغالگرو په لاس او واک کې دى يو افغان پيلوټ هم دامريکايي  هوايي ځواکونو له اجازې پرته پرواز نشي کولاى .

البته تراوسه پورې افغان  پيلوټانو ته په کورونو کې معاشونه ورکول کيدل هوايي  ميدانونو ته يي دورتگ اجازه هم نه درلوده کوم افغان پيلوټ ته به دپرواز اجازه ورکړل شوي وي اوس اشرف غني په ارگ کې دهوايي حريم دکنټرول په اړه تصويب کوي .

اشرف غني صاحبه !

دهېواد دهوايي حريم دکنټرول تصويب هغه واکمن کولاى شي چې هغه دهېواد په هوا او خاوره خپلواکه وي  بهرني  هوي  ځواکونه  يې کنترول په لاس کې نه لري

ستاد ارگ حريم هم په خپل واک او کنټرول کې نه دى.

امريکايي  نظاميان چې اجازه ورنه کړي نه تاسې او نه نور افغانان ارگ ته دتلو جرئت کولاى شي

اوس وخت سره يواځې دارگ حريم کنټرول کړه،  دهېواد دهوايي حريم دکنټرول پريکړه هغه وخت کوه چې بهرنيان له هېواد وباسى

دبهرنيو پوځونو په موجوديت کې چې دځمکى او هوا ټول  واک دهغوى سره وي دحريم دکنټرول واک ستاسره نه بلکې دامريکائې هويي  ځواکونو دمشرانو سره دى

دافغانستان دټولې ځمکې او هوا اختيار امريکا  سره دى اوس امريکا هم دافغانستان دحريم دعوه کولاى شي او هم يې دکنترول ، دکابل مرکز او ولاياتو او هم په ولسواليو کې څوک دخپل حريم کنټرول نشي کولاى

بهرني پوځونه يې په نيمه  شپه پر کورونو ورواوړي يواځې  دکور نه بلکې د افغاني غيرت ، عزت او پت حريم يې هم ورمات کړي

غنى صاحب!

دارگ حريم کنټرول  او دهېواد دحريم دکنټرول پريکړه بيا وکړه .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *