یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / هندوستان د ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ
_96997009_779d5a30-fa31-4dd6-9f7c-79fda9b083c5

هندوستان د ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ

چارشنبه (شورو)   ١٩ / ٠٧ / ٢٠١٧
دبي بي سي د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ د ستر مبلغ ډاکټر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړی دی. پر نوموړي له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو او د دغو ډلو لپاره د پیسو سپینولو تورونه دي.د هندوستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویاند ویلي، د ممبي د پاسپورټ ادارې د هندوستان د څېړنو د ملي ادارې په غوښتنه د ډاکټر ذاکر نایک پاسپورټ ناچله اعلان کړی دی. پر دې سربېره د اپرېل په ۲۱مه هم محکمې د ملي څېړنو ادارې په غوښتنه د جون تر ۱۵مې محکمې ته د ډاکټر ذاکر نایک د حاضرېدلو حکم ور کړی و. د هندوستان د ترهګرۍ ضد ادارې په خبره، د ډاکټر ذاکر نایک له خوا د محکمو د حکمونو تر بابېزه ګڼلو وروسته یې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزارته د نوموړي د پاسپورټ د ناچله کولو غوښتنه کړې ده. ۵۱ کلن ذاکر نایک دمګړۍ له هندوستان بهر دی، خو پر نوموړي له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو او د پیسو سپینولو تورونه پر خپل ځای دی.نوموړي د تېر کال د جولای پر لومړۍ له هندوستانه بهر تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *