پنجشنبه , 24 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / تور ماښام
سردار خان سيرت
سردار خان سيرت

تور ماښام

س ، سيرت

دغه تور ماښام کې سهارونه تر پښو لاندې شول

دجدي په شږمه سرحدونه تر پښو لاندې شول

د سرو پوځو لخوا نه تر کابله يو شپه کې

مزار غوندې پراخه لوي دښتونه تر پښو لاندې شول

د توپو او ټانکو نو سرې لمبې آسمان ته پورته شوى

دشمير خبره نه وه ډير سرونه تر پښو لاندې شول

په خوب ويده پراته وو ناخبره له خپله ځانه

نرگس پشان واړه واړه گلونه تر پښو لاندې شول

هغو چې د سبا په نيت يې خپله لار نيولې وه

په تور ماښام يې واړه اميدونه تر پښو لاندې شول

يو کور کلى خونه ؤ چې حساب يې چا نيولاى واى

کورونه کنډواله شول ډير ښارونه تر پښو لاندې شول

دا شکر دى سيرته چې دگرمو اوبو پورې

دسرو روسانو زړوکې ارمانونه تر پښو لاندې شول .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *