دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ /   چې حکومت کمزورى شي اپوزيسيونونه وزيږوي
_97026712__96943758_753cbf0f-3c88-4a19-af01-68bee7a48bd1

  چې حکومت کمزورى شي اپوزيسيونونه وزيږوي

دامهال په کابل کې دموجوده حکومت پرخلاف له يوه درځنه زيات اپوزيسينونه راټوکيدلي دي چې که دکمزوري حکومت همدا حال وي په اوونۍ کې به يو اوپوزيسيون راټوکيږي او دحکومت پرخلاف به يوتربله سره لاسونه يوکوي .
تېره ورځ په دايکنډي کې داشرف غني دوه يم مرستيال سر وردانش په يوه خبري ناسته کې وويل اپوزيسينونونه جوړول حکومت کمزورى کوي مو نږ دا منو چې دکوم حکومت پرخلاف چې هغه له بيښه کمزورى وي اپوزيسيونونه جوړل ېې کمزورې کوي چې هغه حکومت په افغانستان کې موجوده حکومت دې او هره دوه يادرې کسيزه ډله غواړي دحکومت له کمزورۍ څخه په استفادې يو اپوزيسيون جوړکړي.
دحکومت پرخلاف د مخه هم اپوزيسينونه موجود وو په افغانستان کې موجوده تر ٦٣زيات سياسي او غيرسياسي ګوندونه غواړي دحکومت داپوزيسيون په توګه په عملي اقدام لاس پورې کړي چې د پخواني جهاديانو دمشر استاد سياف په مشرۍ ګوند، دډاکټرنجيب دپلويانو ګوند، په څلورو برخوويشل شوى ، افغان ملت يوه ګوند مشرانورالحق احدي په مشرۍ ګوند، ارګ پورې دمظاهره کوونکوپدرام په مشرۍ ګوند دا ټول دحکومت پرخلاف په اپوزيسيون کې ناست ګوندونه دي ، حکومت ترۍ دومره ويره نه درلوده اوس چې په ترکيه کې د دوستم په مشرۍ د عطانور او محقق درې ګونى ائتلاف وشو دحکومت له چارواکوسره انديښنې زياتې شوى.
که حکومتي چارواکي په ترکيه کې درى ګونى ائتلاف دموجوده حکومت پرخلاف يو اپوزيسيون بولي دا نور چې دمخ رامنځ ته شويدي دوى خو ېې هم دوستان نه دي که وس ېې برشي ترمازيګره ېې راپرزوي.
په افغانستان کې چې دا مهال دحکومت پرخلاف سياسي او يا وسله وال مخالفتونه دوام لري دا ټول دحکومت دناکامې حکومتولۍ څخه راپيداشويدي او تردې نورهم امکان شته چې راپيداکړل شي ځکه کوم حکومت چې په خپله حکومتولۍ کې پاتې راشي دهغه پرخلاف هرڅوک په اسانۍ سره خپل غږ پورته کولاى او مخالفت ېې کولاي شي .
که دحکومت پرخلاف سياسي مخالف ګوندونه دي او که وسله وال طالبان په هيڅ صورت ېې په موجوده پاليسۍ نه پريږدي که حکومت دخپلو مخالفينو په وړاندې په خپله پاليسۍ کې بدلون راووست او دبدلون را وستو واک ورسره ؤ خو سياسي مخالفينوته به يو څه قناعت ورکړي اما وسله وال مخالفين(طالبان) ورسره دحکومت ترنسکوريدا پورې نه جوړيږي او نه خپله پر اوږه کړې وسله پر مځکه ږدي .
موجوده حکومت دخپلو سياسي او وسله والو مخالفينو په وړاندې يو څه کولاى شي او هغه داچې له هغه څه ډير ټينګار کوي له هغه تيرشي په يوه بين الافغاني غونډه کې په خپل هيواد کې دسولې او امن په خاطر دطالب وسله والو هغه غوښتنې ومني چې دموجوده حکومت له دوامه زياتې دولس په ګټه وي او هم پرې په هيواد کې دتل لپاره سوله او امن راتلاى شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *