یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / امريکادافغانستان دپاره سفير وټاکه
DFPGoXCV0AEWZkJ

امريکادافغانستان دپاره سفير وټاکه

دامريکاسپنې ماڼۍ په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې چې جمهوررييس ډونلډ ټرمپ دافغانستان لپاره (جان باس) د امريکانوى سفير ټاکلى دى نوموړى به امريکا د فوق العاده سفير په توگه پوره صلاحيتونه ولري. جان باس د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې پخوانی او با تجربه لوړپوړی ډپيلوماټ دی. هغه د کال ١٩٨٨راهيسې د امريکا په بهرينو چارو وزارت کې د ډېپلوماټ په حېث کار پيل کړ.اوس مهال هغه په ترکېې کې د ٢٠١۴ کال را هيسې د امريکا د سفير په توگه کار کوي. هغه له دې مخکې په جورجيا کې د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٢ کاله سفير و.د سپنې ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی باس په تېرې ېوي لسېزې کې په عراق، سورېې اوپه جنوب لويديځي اسېا کې د ترويزم او د بي ثباتې پر ضد مبارزه کې زيات او مهم نقش درلودلی دی.هغه د ملک نه بهر شپږ امريکاېې ماموريتونه کړي او دغه راز ېې د امريکا په بهرنيوچارو په وزارت کې لوړو. په دندو هم کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *