یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دبيت المقدس په اړه له ټرمپه خپلو يارانو مخ واړاوه

دبيت المقدس په اړه له ټرمپه خپلو يارانو مخ واړاوه

سرليکنه

دروانې ميلادي مياشتې په وړومبي يا لومړنۍ اوونۍ کې چې دامريکا جمهور رئيس بيت المقدس داسرائيلو پلازمينه په رسميت اعلان کړه او خپل بهرنيو چارو وزات  ته ىې دامريکا دسفارت دانتقال امر وکړ دغير اسلامي هېوادونو ترڅنگ ټولي اسلامي نړۍ يې مخالفت وکړ هغه هېواد ترکيې چې دامريکا لخوا دناټو جوړ شوى سازمان غړيتوب هم لري دامريکا پر خلاف يې دسخت مخالفت غږ پورته کړ .

په ترکيه پلازمينه استانبول کې د o.i.c يا اسلامي هېوادونو دهمکارۍ دسازمان د ٥ غړو هېوادونو غونډه جوړه کړه چې دغونډې په پاى کې د ټرمپ پر خلاف په زغرده بيت المقدس دفلسطين دپلازمينې په توگه اعلان شو چې وروسته له دوو ورځو طيب اردوغان بيت المقدس کې د ترکيې دسفارت جوړولو اعلان هم وکړ .

دملگرو ملتونو دامنيت شورا کې چې زياته واکمني يې امريکا کوي دامريکا يارانو هېوادونو هم دامريکا پر خلاف رايه ورکړه وى ويل ټرمپ دې دبيت المقدس په اړه خپله پريکړه بيرته واخلي . چين ، روسيه ، فرانسه او برتانيه دامنيت دشورا دايمي غړي دي چې په هره غونډه او پريکړه کې دامريکا سره په يوه غړوندي او جغ کې تللي دي دايران پر خلاف چې دامنيت شورا په چوکاټ کې دامريکا په مشرۍ په تېرو دريو کالو کې دپنځو غړو هېوادونو او ايران ترمنځ داتومي پروگرام پر سر ناندرې روانې وي امريکا دا څلور هېوادونه دخپل نظر ملگري او دايمي ياران بلل په استامبول کې د ٥٧ داسلامي هېوادونو دهمکارى دسازمان غړو کې يواځي داسلامي نړۍ دنظر خبره وه دټرمپ په مخالفت سره ئې بيت المقدس دفلسطين پلازمينه اعلان کړه خو دامنيت په شورا کې دڅلورو دايمي غړو هېوادونو او دامريکا باوري يارانو مخالفت به ټرمپ تر ليونتوبه هم پسې واړوي

لومړى خو چې ټرمپ دبيت المقدس په اړه کومه پريکړه وکړه داد روغ او سالم فکر پريکړه نه ده داديوه ليوني پريکړه ده چې دسالم نظر هېوادونو مشران يې ورسره په هيڅ صورت نه مني که ټرمپ دمخه په لږه اندازه ليوني ؤ اوس به يې پدې پريکړه چې يارانو يې هم مخالفت وکړ  دليونتوب کچه نوره هم لوړه شي په ملگرو ملتونو امنيت شورا کې دامريکا استازي نيکې هيلى مجبوراً دامريکا په استازيتوب دټرمپ دمخالفت سره مخالفت ښودلې او په امنيت شورا کې يې دڅلورو دايمي غړو هېوادونو په شمول د ١٤ هېوادونو پريکړه يې  رد کړيده که نيکى هيلى دامريکا پر ځاى دکوم بل هېواد داستازيتوب په امنيت شورا کې کولاى دامريکا پر خلاف يې غبرگون ښودلې واى .

اوس به ورځ په ورځ د اسلامي نړۍ ترڅنگ غير اسلامي هېوادونو ته  به دمسلمانانو او نورو غير مسلمو هېوادونو سره دټرمپ دښمني څرگنده شي .

دټرمپ نظر په دې ٢١ پيړۍ کې د ١٧-١٨ پيړۍ نظر دى چې په ټوله نړۍ کې پراختيا او خپلواک په نورو په زور ازمايې سره سرته رسوي خو که ټرمپ هرڅو په خپل زور سره زور ازمايي وکړي نور نږدى ياران هم ورسره دنظر اختلاف لري چې په يواځيتوب کې به اخر نور هم پسې ليونى شي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *