یکشنبه , 22 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / یونان په افغانستان کې سفارت دپرانستو هوډ لري
download

یونان په افغانستان کې سفارت دپرانستو هوډ لري

د یونان د بهرنیو چارو وزیر د ملي دفاع او بین المللي امورو په کمېټه کې ویلي، افغانستان به ډېر ژر په یونان کې سفارت پرانیزي. نیکوس کتزیاس ویلي، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه هېواد ته راشي او د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې به ګډون وکړي. نوموړي ویلي، چې په دې ورځ به د افغانستان د سفارت پر ګډون درې سفارتونه په دغه هېواد کې پرانیستل کېږي، خو نیکوس کتزیاس د نورو سفارتونو په اړه څه نه دي ویلي، چې د کومو هېوادونو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *