یکشنبه , 22 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کندز کې دامريکاپرخلاف لاريون شوى
932366d7-4d6a-4ab7-a1c1-0313f5f5e2a4

په کندز کې دامريکاپرخلاف لاريون شوى

د کندز د ولایت په مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې عامو خلکو  د بيت المقدس په اړه د ټرمپ   پرېکړې پر ضد پراخ لاريونونه ترسره کړل.

د ترلاسه شوي خبرکې له مخي   دغه لاريونونه د نوموړي ولایت په مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې روان وو.

له هغې ورځې راهیسي  چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د القدس ښار د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه وباله، د اسلامي نړۍ په ټولو هيوادونو کې يې پر ضد مظاهرې روانې دي، دغه راز زمونږ د هيواد په ګڼو ولاياتو کې يې په غبرګون کې پراخ لاريونونه ترسره شول او لا هم دا لړۍ دوام لري.

.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *