سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په ملي تاريخ کښې نه هېريدونکې ورځ ١٣٨٠ ل کال دتلې پنځلسمه (٢٠٠١ داکتوبر ٧ مه )
qudratullah hadad new image

په ملي تاريخ کښې نه هېريدونکې ورځ ١٣٨٠ ل کال دتلې پنځلسمه (٢٠٠١ داکتوبر ٧ مه )

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٠ دتلې پنځلسمه د ٢٠٠١ داکتوبر پر٧ مې افغانستان باندې دامريکې له هوا او ځمکې بريد دشمال اتحاد ، تاجک ازبک ،هزاره او پښتنوکمونست ملېشو په پېش قراولي ،په ملي تاريخ کښې ترخه خاطره ده ،چې کابل کښې پرله پسې ځانمرگي بريدونه وشول .
راستولى خداى حساب دى په کتاب کښې
خبر زده کړه لـــــــــه حسابه لـــــــــه کتابه
( رحمان )
گرشاسب بابا خپل ملي ارمان څرگند کړى او پښتنو ته ې ډېره درنه دنده پريښې ده او هغه داده ،چې ده ويلي : ” ديوانو او شيطانو نړۍ ويجاړه کړې ده، دنړۍ خلک ځوروي زه به داسې ” هېواد ” جوړ کړم ،چې دنړۍ دځوريدلو خلکو لپاره دامن سيمه يا اسامه وي “.
دگرشاسب بابا دژوند مهال ډېر لرغونى دى نوميالي تاريخپوه روحاني شخصيت استاد احمدعلي خان کهزاد ،چې گرشاسبنامه باندې تحليل او تبصره کړې ده وايي ،چې دده ژوند تر هغه وړاند دى ،چې څوک پښتنوته يهود ياعرب ووايي .
پښتون ،چې سيمه او پناه ورکوي دامن سيمه خپل او پردي لپاره داددوى زوړ ارمان دى .
دسيستان په تاريخ کښې د گرشاسب بابا له خولې ويل شوي ،چې له نن نه څلور زره کاله وروسته محمد مصطفى ( ص ) دين څرگندوي مونږ به دهغه په دين يو .
د ١٣٨٠ ل کال دتلې په پنځلسمه ،چې افغانستان دامن امان مثالي هېواد و، خلکو هوسا، ساه اخستله يو ناڅاپه د٥٢ B الوتکو غږونو خلک له خوبه کوڅوته وغورځول هيڅ څوک نه پوهيدل څه پېښه ده ؟ بيا څرگنده شوه دديموکراسۍ او لويديځ مدنيت دعوې گير زبرځواکه امريکا دجنگ له اعلانه وروسته بريد کړى دى. کمونست ازبک ، تاجک ،هزاره ملېشه او ددوى نور غلامان يې پېش قراولان و ،چې څه پښتانه هم و . دخلکو کوکارې وې ،خو ځينو خلکو همدغه حال دخداى لورينه بلله ډېره خوشحالي يې کوله ! ويل يې ” تنکيو امريکا” ،چې اوس شپږ کاله وروسته د تشکر امريکا ځواب دکابل ښار او نورو ځايونو کښې ويل کيږي امريکايان دتشکر په ځواب کښې وايي ” ته دې خفه نه يې ” دطالبانو مشر امير المومنين ،چې يو بې سارى لښکر کښ قوماندان دى دښارونو دخلکو لپاره يې خپلو جنگيالوته وويل : له ښارونو ووځئ ،امريکايان ،چې دپښتنو په اصولو نه پوهيږي دطالبانو دنسکوريدو اعلان يې وکړ کمونست ملېشه ازبک ،تاجک هزاره ،چې ښارونوته ننوتل هغوى خلک ،چې پښتانه و دطالب په نامه يې ووژل ،چې دکابل ،دکندوز کندهار ، دمزارشريف جنگي کلا.. اسيران يې له کندوز نه مزارشريف ته بوتلل دمزارشريف په کلاجنګي کښې امريکايي الوتکو دپنځه زره اواووه زرو پونډو بمونه ورباندې وغورځول ،بيا ازبک ملېشه ويل ” طالب ختم ” او دازيرى يې امريکايانو ته ورکاوه داديموکراسۍ پيل و دلويديځ دمدنيت نمونه ،چې فلمونه يې شته هيرودت ،چې دوه نيم زره کاله وړاندې خپل تاريخ ليکلى دساک پښتنوجرگه اوجگړه ليکلې ،چې کوروش يې په بدحال له خپلې خاورې وايسته اوس امريکا ددوى له جگړې سره مخامخ شوې ،چې پوهيداى نه شي طالبان څه کوي ؟
امريکا اسمان ته ختلى شي په دې نه شي پوهيداى ،چې شپږ کاله وتلي دي اووم کال دى يو کال وروسته دبش دوه يمه دوره دجمهوري رياست پاى ته رسيږي ،چې اته کاله شي سکندر ،چنگېز،انگليس روس ،امريکا ،کاناډا ،استراليا ،هالنډ ،پولنډ،جرمني ،ايتاليا،فرانسه ټول دوشپېته هېوادونه په افغانستان کښې دي يواځې يو قوم ورته ولاړ دى ،چې هغه پښتون دى او دگرشاسب بابا اصول دي ،چې خپله سيمه ساتي ، ساکو،غزنويانو ،غوريانو ،هوتکو ،ابداليانو امپراتورۍ درلودې .
په دې نه پوهيدل ،چې يوه ورځ به ټوله نړۍ ورته راځي دوه شپېته هېوادونه دي ؛نو ځکه داپېر په تاريخ کښې يې سارى د ى . په سياسي او پوځي تاريخ کښې به څېړل کيږي . دلويديځې نړۍ څارونکي بې پيلوته الوتکې داړيکونيولو تخنيک بيليون بيليون ډالرې شپېته اويازره پوځ له پرمختللو وسلو سره اووه کاله په خټو کښې نښتى دى څوک نه شته دوى ته ووايي داو ستاسو بشري قوت !
ټوپکسالاران که ولسي جرگې ،مشرانو جرگې ياحکومت کښې دي ،وچې شونډې دي دډوډۍ په خوند نه پوهيږي ،چې دوى په خداى ايمان نه درلود په امريکا يې درلود ” اوس به څه چل کيږي جنۍ ” رحمان بابا پوهيده ،چې ويل يې :
نه يې مل نه يې حامي وي
درد يې ورشي په خپل ځان
درمــــــــانده وته ولاړ وي
وزيـــــــــــــران و وکيـــــلان
هيڅ دارو کولـــى نــــه شي
کوز کوز گوري حکيمــــان
پادشاهي يې پــــاتې کيږي
زړه يې چوي په ډېر ارمـــان
په مسند يې دعوې کاندې
هم دوستــــــان هم دښمنان
نام نشان يې هسې ورک شي
لکـــــــــه عين بې نشــــــــان
کــــــه هزار رنگ آبـــادي کا
نهــــــايت خــــــانه ويـــران

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *