سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان: عسکرو په ميدان وردگو کې يو کلینيک لوټ کړى
untitleddfdfdffdfdfdfdfd

طالبان: عسکرو په ميدان وردگو کې يو کلینيک لوټ کړى

طالبانو په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې په ميدان وردگو عسکرو يو کلينک لوټ طالبانو په دا خبره اړه نه لري

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې  د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې  د کابل ادارې  عسکرو او پولیسو لخوا یو محلي صحي کلینیک چې د سور صليب د نړیوالې ادارې لخوا د عامو خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره منظور شوی وو او د هغوی لخوا اکمالیده  چور او لوټ کړل شو، ټول صحي سامان آلات، ادویه، چپرکټونه، د برق ماشین او نور لوازم يې وړل شوي دي.

دکابل دادارې  هغه ادعا حقیقت نه لري چې وايي دغه کلینیک د مجاهدینو پورې اړه لرله یا يې د هغوی مریضان تداوي کول.

دا پروپاګند په داسې حال کې کوي چې یو ټپي، یا روغ مجاهد يې هم دلته نه دی نیولي او نه کوم بل دلیل په لاس کې لري چې  ثابته کړي کلینیک د مجاهدینو پورې تړلی وو.

د سیمې خلک شاهدان دي چې دا کلینیک د عامو خلکو لپاره په صحي  خدماتو بوخت وو، د سور صلیب لخوا په رسمي ډول منظور شوی وو، د هغوی لخوا دوا او نور لوازم ورته راوړل کیدل.

د کابل ادارې عسکر او د هغوی امریکایي باداران  وخت په وخت دغه ډول جنایات ترسره کوي او د دې لپاره چې خپل جرم توجیه کړي داسې مراکز د مجاهدینو پورې تړي.

اسلامي امارت صحي مراکزو، عام المنفعه تأسیساتو، مساجدو او مدارسو باندې  هوايي بمبارونه،  بریدونه، چاپې، لوټ او تالان په کلکه غندي او یادې کړنې جنګي جنایت بولي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۹/۳/۲۱هـ ق

۱۳۹۶/۹/۱۸هـ ش ــ ٢٠١٧/١٢/٩م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *