یکشنبه , 22 اپریل 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / بل اوښتون په نړۍ کې څرگنديږي !
qudratullah hadad new image

بل اوښتون په نړۍ کې څرگنديږي !

ارواښا قدرت الله حداد ((فرهاد ))
امريکا اوانگليستان په افغانستان او عراق کښې په منځني ختيځ او نورو ځايونو کښې داسې سياست لوبوي ،چې دنولسمې پيړۍ سياست ته په هند کښې ورته دى.
دوى دا فکر نه دى کړى ،چې يوويشتمه پيړۍ ده ،ځکه ،چې نړۍ له دغې سترگې څخه ليدنه بدله کړې ده . له هغې يو دخلکو ډېرېدل دي ،چې درې څلور برابره شوې دي . هوا ککړه شوې ،خلک په هرڅه پوه شوي ،اسلام پياوړى شوى اوس هم هغه څه ،چې دهندفلمونو کښې ليدل کيږي يوسړى که مجرم بلل شوى و او دهغه په سر پيسې ټاکل کيږي لکه دبن لادن په سر پنځوس ميليونه ډالره ،چې لومړى پنځه ويشت ميليونه و، بيايې فکر کړى که داډېر شي بيا به څوک داکاروکړي. دا ډول فکر کول دنولسمې پيړۍ دى ،چې اوس هسې نه ده او س مسلمانان په جگه کچه تعليم لري او دنړۍ په ټولو ژبو پوهيږي. دانگليس دلوى درستيز خبره ،چې ملت له پوځ نه لېرې شوى ځکه ،چې نړ ۍ نظامي يا پوځي شوې ( مليتاريستي ) بشري اخلاق پښو لاندې شوي عسکر ،چې عراق افغانستان امريکا اروپا ته تللي دوه يم پلا نه ځي ،چې دابه په نافرمانۍ بدل شي ، دهرعسکر مور پلار ،ورور نور خپل خپلوان دي دوى داجگړه دخپلواکۍ نه بولي ،چې خپله خپلواکي وي په کوم دليل ،چې بش وايي هغه سمه نه ده .
دبش دليل دادى ،چې ددې په ځاى ،چې دښمن دلته راشي مونږ ووهي مونږ بويه هلته لاړشو ،چې دښمن وځپو داسې ،چې له افغانستان او عراق نه جگړه مار امريکا ته لاړشي ،داڅوک کولاى شي ؟ بيا امريکا داسې ځاى کښې پرته ده ،چې درې پلوته يې لوى سمندرونه دي لکه بحرالکاهل ، اوقيانوس اتلس يواځې چين او روسيه دا کولاى شي ،چې امريکا ووهي نه افغانستان او عراق
په دې هرڅوک پوهيږي ؛ نو ددوى سترگولاندې ددغو هېوادونو اقتصادي سرچينې دي دچين او روسيې په خواکښې پوځي اډې درلودل که داسې نه واى ناټو په افغانستان کښې څه غواړي ؟ همداخبره ده ،چې داروپا او امريکا خلک داجگړې اړينې نه بولي او دهغه لپاره له پوځ او حکومتونو خواشيني دي . ځنې دا چل کوي ،چې دټاکنو په مهال يو څه وايي ،چې ټاکنې وگټي بيا بل څه کوي په دې هم خلک ناويسا کيږي ، ډېرې داسې نښې شته ،چې دلويديځ ديموکراسي له ويجاړتيا سره مخامخ شوې او دديموکراسۍ پايله به دکمونستۍ په شانې وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *