دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / دساپي پښتو څيړنو او پراختيامرکز پر نوښت دارواښاد قتيل خوږياڼي روح ته د قران ختم وشو
24829329_2025398727718621_1643901757_n

دساپي پښتو څيړنو او پراختيامرکز پر نوښت دارواښاد قتيل خوږياڼي روح ته د قران ختم وشو

دساپي پښتو څيړنو او پراختيامرکز پر نوښت د نوموړي مرکز د پخواني مشر کتونکي ارواښاد عبدالروف قتيل خوږياڼي روح ته د قران کريم ختم ترسره شو چې په کې د قاري هدايت الله همتيار، عبدالولي صديقي ، فضل مولاتورکي په گډون گڼو قاريانوبرخه واخيسته،
لومړي د قران کريم تلاوت وشو بيا ټولو په جمعه د ارواښاد عبدالروف قتيل خوږياڼي روح ته دعا وکړه
زابلوال په خپلو خبرو کې دساپي پښتو څيړنو او پراختيامرکز په چوکاټ کې د ارواښاد عبدالروف قتيل خوږياڼي ادبي هلې ځلې او دساپي پښتو څيړنو او پراختيامرکز اوسني مسول سردارخان سيرت د عبدالروف قتيل خوږياڼي په نوموړي مرکزکې يې اداري کارونه وستايل او نورو برخه والو هم د قتيل خوږياڼي هراړخيزې ادبي ، فرهنگي هلې ځلې يادې کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *