دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / په ننگرهار کې پوځي عمليات شوى
ولسوالی-های_ننگرهار

په ننگرهار کې پوځي عمليات شوى

دننگرهار  ولايتي چارواکو ويلي دي دننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په دواب او اب زنگانۍ سیمو کې تېره شپه ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې يې  د حصارک  ولسوالۍ لپاره د  طالبانو له لورې  نومول شوي ولسوال عبدالحسن،چې مشهور په عاجز دی وژل شوی دی .

د چارواکو پر خبره د دې عملیاتو پر مهال د نومول شوي ولسوال سربېره د يادې ولسوالۍ لپاره  نومول شوي د بند خونې مسؤل نبي مشهور په غورځنگ،د پوهنې لپاره ټاکل شوی مسؤل يار محمد مشهور په حقياراو د دې ډلې یو سرګروپ صدیق الله په گډون ۱۴ طالبان وژل شوي دي .

دننگرهار  ولايتي چارواکو زياته کړې ده چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په چینارګي او غلو چینې سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي،همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په سلا کڅ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید له امله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
همدا راز د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې  اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو او داعش په دې اړه لا څه نه دي ويلي

ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د شډل سر تڼۍ سيمه کې نن د لیندۍ په ۱۶مه غرمه شاوخوا دولس بجې د ماين په چاودنه کې يوه ماشومه  وژل شوي  او يوه مېرمن او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *