دوشنبه , 11 دسمبر 2017
scprd 1

مشواڼي

ليک:ډاکټر لطیف یاد

که چیرې دمشواڼیو دقبیلې شجره په غور سره تر څیړنې لاندې ونیسو نو جوته به شي چې مشواڼي له آره غرغښتي پښتانه دي، خو دوی کله ځانونوته سیدان وایې او کله هم ځانونه په کاکړو پښتنو ورګډوي او عقیده لري چې لوی ستانه او پیر سیدمحمد ګیسودرازدیوې کاکړې میرمنې سره واده وکړ اومشواڼي دهغه له نسله دي . مشواڼي په افغانستان، پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا ،اوسني پاکستان او ان هندوستان کې هم استوګنه لري .
ویل کیږي چې ددوی د استو ګنې اصلي ځای دسلیمان غر و چې وروسته په بیلا بیلو وختونو کې له خپل اصلي ځایه لیږدیدلي او دافغانستان په بیلا بیلو برخو او هم دپښتونخوا دهریپور په سریکوټ .ګند ګهر، پيښور ،دمردان په صوابۍ ،مومندو ایجنسۍ . دیر، دیره اسماعیلخان او دجنوبي پښتونخوا په کوئیټه کې میشته شوي دي .
په افغانستان کې میشته مشواڼي:
د کونړ ولایت مشواني د ناړۍ ، دانګام او اسمارپه ولسوالیو کې استوګنه لري. دکونړ په ولایت کې ددوی شمیر ۱۰۱۴۷ تنه ښودل شوي دی چې ښایې په دې شمیر کې به اوس ډیر زیاتوالی راغلی وي. دکونړ ولایت کې میشته مشواڼي دساپیانو دکلتور او دودونو تر اغیزې لاندې راغلي دي . همداراز یو شمیرمشواڼي دننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې هم ژوند کوي چې ډیر کلونه وړاندې ددوی شمیر ۲۳۸۸ تنه ښودل شوي دي(۱). دحیات افغاني دلیکنې پر بنسټ دمشواڼيو څلورسوه کورنۍ په کوهدامن کې هم استوګنه لري چې دکابل شمال ته په پنځه ویشت میلۍ کې پروت دی ،خو د(حالات مشواڼي) دکتاب مولف یې شمیر ۵۰۰ کورنۍ ښودلي دي. دکوهدامن مشواڼي په کرکیله او ځینې يې هم په سوداګریزو چارو بوخت دي او دوی دخپلو اوښانو په مرسته تجارتي او سود اګریز مالونه او توکي تر بخارا پورې لیږدوي اودوی دهوسا ژوند څښتنان دي . حیات افغاني لیکي چې دمشواڼيو څوکورنۍ په کندهار کې شته خو دحالات مشواني دکتاب مولف دکندهار سنګ حصار هم دمشوانيو داستوګنې ځای بللی دی او لیکلي یې دي چې دهیلمند په ګرم سیر کې هم مشواڼی اوسیږي چې شمیر یې ۶۰ کورنیو ته رسیږي.همداراز دغلجیو په سیمه په تیره بیا زابل ولایت دقلات په شا او خوا کې هم مشواڼي شته چې ددوی یوه قبیله لودین نومیږي چې په خواره واره ډول سره ژوند کوي . .یو شمیر مشواڼي دافغانستان دکندز په ولایت او یو شمیر مشواڼي دخو ست په ولایت کې هم شته .یوشمیر مشواڼي په نیمروز او سیستان کې هم میشته دي.
دپښتونخوا په هزاره، هریپور ،ګندګهر اوسریکوټ کې میشته مشواڼي :
دپښتونخوا دهزاره په سریکوټ کې هم ډیر شمیر مشواڼي استوګنه لري .سید یو سف شاه عرف شاه جي په خپل کتاب ( حالات مشواڼې) کې چې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال یې په اردو ژبه لیکلی دی په هزاره ، ګند ګهر او سریکوټ کې دمشواڼیو ټول شمیر ۱۲۰۰۰ تنه ښودلي دي چې اوس له هغه وخته ۸۳ کلونه تیر شوي دی اوس یې شمیر پنځوسو زرو تنومشواڼیو ته رسیږي .. نو موړی لیکوال له نن نه ۸۳ کلونه وړاندې دسریکوټ دسیمې لاندیني کلي او بانډې دمشواڼیو داستوګنې سیمې بللي دي:
ګهي ، دوړها، دمړها،عثمان ملړین ،وړوکې دره ،لویه دره، چونترۍ ، شنۍ ،هلکه چونترۍ ،ګړنګ ، باغونه ، سیرۍ ،بیلها ،چونترو ، نوروخاک،شی بټي،چنارکوټ ،سنګر ،نیم، پیپل ،تهپلو، کنډرو،میره ، عبد دیکا،سرای ، تنګي ، باسوو، نارګاه ،کهیروچ، کره ، کنډاونه،سمبل ، بوکتیر،وړوکی بوکتیر،پلوسو سر ،تاترو،کوټکی ، وړوکی کوټکی،شکنړوغار ، چمیا ر انو کورونه ،شیرشاه کور ، میداو ، ټانګدره ،رام دره ، بکرو،شو ډهنډ ، بو ټیګرام ،وړوکي شتالو ، ډمبرو ،سو پلي، پورې سو پلي ،پورې ګړنګ، ماهولي کورونه ،غازی پتي ، ډهکني سر ، پهلواړي،اسیکوټ ،سامکوټ.همداراز دوی په ګنډي ،امرخانه کې چې دوه لوی کلي دي ددې کلیو په لاندنیو بانډو کې استوګنه لري،ګهړي میره ، صوبړ او،شیره دل کنډاو،بازی سر، جولا ګانو کورونه ،فیروز بانډه او خوډر کورونه کې استوګنه لري(۲) .
خو په اوسني وخت کې مشواڼي دسریکوټ په آرام دره ، ګدوالیان ، بسومیره ،شتالو شریف ،سریکوټ کلي ، با ټیګرام ،ګلۍ ،غونډ ډهیرۍ، سرای ،بیلاه ،چونترۍ ،شانۍ .چنارکوټ ،شای پاټي.کیهروچ،بګهونا،دوراهه، دمړاها،کوټکي ،پلهاري ،ډمکۍ ،بګنیا ،کوکر چاها،بیل ،ګرهاناو ډهیرۍ ، سنګیر،جبه ، چوای اوکیهاړي کې اوسیږي .
هغه شمیر مشواڼي چې په سریکوټ کې میشته دي نو ددوی زیاتره کسان دانګریزانو په پو ځونو کې هم برتهی ( استخدام ) شوي ووخکه مشواني ډیر تکړه سرتیري او ښه پو ځیان دي . همداراز دوی دسکهانواو په تیره بیا په ۱۸۱۹ زیږدیزکا ل کې په ګندګهر کې درنجیت سنګ درالیږل شوي پوځ سره چې مشري يې دیوان رام دیال ته ورپه غاړه وه او بیا بل ځل په سریکوټ کې دسکهانو دمشهور پوځي سردار هري سینګ سره چې دهریپور ښار هم دده دنامه له کبله په هریپور سره مشهور دی ډیرې جګړې کړي دي او په دغو جګړو کې دمشواڼیو ملی اتل سلیم شاه مشواڼي و چې دسکهانو له لا سه شهید شوی و.
.په سریکوټ کې دمشواڼیو دقبیلې خیلونه ، ښاخونه او څانګې:
دپښتونخوا په سریکوټ کې دمشو اڼیو دقبیلې ښاخونه دادي : ماني خیل ، جلال خیل ، صاحب خیل ،سین خیل ، دوراخیل ،حسین خیل ،وارث خیل ،وحدت خیل ، راجي خیل ، باجي خیل ،لودین ،ادم خیل ،موسی خیل ، یوسف خیل ،.متکاڼي، روغاني ،ګنجیان،مورجان خیل ،جاني خیل ،اماني خیل ، راحت خیل،بهاټل،سکهار او سین خیل .
دیو سفزیو په سیمه کې میشته مشواڼي :
دحالات مشواني دکتاب دمولف په قول مشواڼي دیو سفزیو په سیمه کې په اسماعیلیه ،مرغزاو یارحسین ته نږدې دشوه او توتالۍ په کلو کې اوسیږي.همداراز په مردان، صوابۍ او کاټلنګ کې هم مشواڼي استو ګنه لري.یو شمیر مشواڼي په دیره اسماعیل خان او وزیرستان کې هم اوسیږي.
په دیر او جندول کې میشته مشواڼي :
په ښکتني دیر کې مشواڼي په مسکیني دره ،صدبر کلي ، مایار او ثمر باغ کې استوګنه لري .ددیر او جندول دمشواڼیو په اړوند دپښتنو ټولنیز –اقتصادي جوړښت کتاب کې راغلي دي :دمشوانيو اکثریت چې ددیر او جندول په سیمو کې میشته دي لومړی ددوی خیلونو دڅړ ځایونوپه هڅه خپلې رمې د ( ښشي کنډو ) له لارې له دانګام نه شمالي غرونو ته راوستلې او یو سلو پنځوس کلونه وړاندې یې ددرې په ختیز او شمالي غرونو کې دڅړځایونو شاوخوایې بانډې جوړې کړې . دپسرلي تر پایه به هغوي په بانډو کې اوسیدل او بیا به درمو سره دجندول درو ته ورښکته کیدل .سل کال مخکې دمشواڼو ځینو خیلونو په پای کې خپلې رمې دجندول پرځای قاسم خان او زوړ براول ته را ښکته کړې . په دغه وخت کې دغه دواړه کلي نه وو، بلکې دلته ځینو شپنودلته کورونه جوړ کړل او په ژمي کې په کورونو کې اوسید ل او ورپسې یې دکورونو شااوخوا نا آبادې شاړې ځمکې آبادې کړې . کارینونه ( مینې ) یې پکې جوړې کړې او تقریبا دلسو کلونو په موده کې څو کورونه په کلو بدل شول. دسلو کلونو راهیسې دوی دشمالي غرونو په لمنو کې په شاړو ځمکو باندې بانډې جوړولې چې اوس دقاسم خان او زوړ براول سربیره دمشواڼیو کورونه او کلي دغره په لمنو کې ددرې تر خولې اسمار ته نږدې رارسیدلي دي .
دغه مشواني دځینو کورونو نه پرته په عمومی ډول غریب او بیوزله ولس دی. ځینې شتمنې کورنۍ یې دځمکو سره یو ځای مالداري ،سوداګري او سرکاري ملازمتونه هم لري . ددوی غریب او بیوسه خلک دسالارزو او ماموندو شپانه او بزګر دي .ځینې یې دغنمو او اوربشو دکرلونه وروسته دتلې(میزان) ( سپټمبر – اکټوبر) په میاشتو کې دکار او غریبۍ لپاره جندول، باجوړ او دکونړ بیلا بیلو سیمو ته ځي. دلته دوی دجوماتونو لرګبانه( دژمي په سړو کې ولس دجومات دتودولو لپاره لرګبه ( جمع لرګبانه ) نیسي . لرګبه له غره نه لرګي راوړي او دکلي خلک ورته دیرش منه غله او داوسیدو کوټه ورکوي) او يا په کلیو کې ګاونډي( همسايه ) کیږي. همسایه مشواڼي په کلي کې داوسیدو کوټه پیداکوي، ددوی نارینه دغرونو نه لرګي راوړي چې یو ه ګیډۍ ( دشا بار)په یوه من جوارواو یا دهغه معادل په څلویښت افغانیو خرڅوي. دنورو قبیلو په تناسب په مشواڼو کې دلیږدیدنې عملیه ډیره ده .ددوی نیستمن خلک دمني په پای کې دکور لږسامان او دخوراک توکي په خرو باروي او ښځې او نارینه یو ځای دجندول،باجوړ او کونړ په لور روان وي او دپسرلي په میاشت کې بیرته درې ته راستنیږي(۳) .
په دیر او جندول کې دمشواڼو دقبیلې ښاخونه او څانګې دادي :
نورتکیان، ګل بابا،ګل زري ، علي خیل ،شنو خیل ، صالح خیل ،جونه خیل ، اکا خیل ،رستم خیل ، ظفر خیل ،اتوخیل ، عثمان خیل ،مغلګي ،میرو خیل .
په سهیلي پښتونخوا کې میشته مشواڼي :
یو شمیر مشواڼي دسهیلي پښتو نخوا دکوئیټې په مضافاتو کې دکاسي په سیمه کې هم استوګنه لري.
په هندوستان کې یو شمیر مشواڼي د جنوبي هندوستان ددکن په ګلبرګه کې هم استوګنه لري اوویل کیږي چې دوی هلته دډهلی سلطنت په وخت کې میشته شوي دي .
دحیات افغانی په کتاب کې دمشواڼو دخیلونو نو مونه داسې راغلي دي :
باجي خیل ،لودین ،متکاني ،سملهاني ،روغاني ،تفض، کزیوني ، غریب ، خرباړي ، یاغن،کپوړ ، مومند،یدور .ترک،یوسف خیل ،موسی ،آدم خیل ،منجر(۴).
په سند کې میشته مشواڼي : دحالات مشواڼي دکتاب مولف په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کې په لاړکانه کې دمشواڼیو شمیر ۸۰ کورنۍ ښودلي دي چې زیاتره دمشواڼیو دحسن خیلو دښاخ پورې اړه لري .
دمشواڼو دقبیلې مشهوراو نامتو کسان:
۱ – د(حالات مشواڼی ) دکتاب مولف سید یوسف شاه چې په شاه جي سره مشهور دی.
۲- دسکهانو سره په جګړه کې دمشواڼو ملی اتل سلیم شاه مشواڼي
۲- افغان لیکوال او څیړونکی عبدالقیوم زاهد مشواڼي .
۳- دکونړ او جندول دمشواڼیو مشر ارواښاد ملک زرین
۴- افتخار علي مشواڼي
۵-عمر خطاب مشواڼی
۶- جمعه خان مشواڼی
۷ حسن خان مشواڼي (۵)
— – – – – – – – – – — — – – – — – — – – – – — — – – — – – — – – – – – – – – – – – – – – – – – – – – – –
۱- -معلو مات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور،۲۰ مخ.
۲-سیدیوسف شاه عرف شاه جي، حالات مشواڼی،۱۵-۱۴ او ۱۶ مخونه . دلاهور چاپ ،۱۹۳۰ زیږدیزکال.
۳- دپښتنو ټولنیز اقتصادی جوړشت ،-۲۲۶ ۲۲۷ مخونه.
۴- تاریخ حیات افغاني،۴۵۳ مخ . دپيښور چاپ.
۵ -دمشواڼیو دقبیلې دنامتو اومشهورو کسانو په اړوند زما ( لطیف یاد ) یادداشتونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *