دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / طالبان بیت المقدس د اسرائيلو مرکز پيژندل غندي
_99097393_043424836-1

طالبان بیت المقدس د اسرائيلو مرکز پيژندل غندي

طالبانو په دترمپ په هغه پريکړه غبرگون ښودلې چې له  مخې يې بيت المقدس د اسراييلو مرکز گڼل شوى په دې يې خبرپاڼه راليږلې چې  کټ مټ يې خپروو

د امریکا لخوا بیت المقدس د اسرائيلو د مرکز پيژندلو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

بلاخره امریکا خپله اشغالګرانه څيره نوره هم بربنډه کړه، د اسلام له دین سره دښمني او د مسلمانانو د سیمو د غصب او استعمار څخه د ملاتړ پالیسي يې اعلان کړه.

اسلامي امارت د امریکا د ولس مشر لخوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس د غاصبو اسرائيلو د مرکز په ډول پيژندل په کلکو ټکو غندي او دا اقدام د ټولو مسلمانانو په ضد له تعصبه ډک او له عقل نه لیري ګام بولي.

د ټرپ دا پریکړه په ټوله نړۍ خصوصا په منځني ختیځ کي د شخړو اور ته لمن وهل دي.

د امریکا مشر ټرمپ وښوده چې امریکا د مسلمانانو په ټولو هغو ناخوالو کې مخامخ دخیله ده چې له لسیزو راهیسې مسلمانان ځوروي، هیوادونه يې لاندې کوي، خلک يې وژني او د اسلام دين د ارزښتونو د له منځه وړلو هڅې کوي.

اسلامي امارت په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي.

که اسلامي نړۍ په خپلو کي یوبل ته دورورۍ لاس ورنه کړي اوپه اتفاق سره د خپلو مشکلاتو حل ته راوړاندي نشي، اسلام دښمنه دسیسې ونه پيژني او لا هم فرصتونه له لاسه ورکړي، لرې نه ده چې د استکباري قوتونو لخوا به د مسلمانانو ارزښتونه لا هم له منځه ځي او د مسلمانانو موجودیت به له لوی ګواښ سره مخ کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۹/۳/۱۹هـ ق

۱۳۹۶/۹/۱۶ هـ ش ــ ٢٠١٧/١٢/٧م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *