دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / سعودي : د بيت المقدس د پلازمينې پيژندل ناقانونه  گام دى  
_99097393_043424836-1

سعودي : د بيت المقدس د پلازمينې پيژندل ناقانونه  گام دى  

دنړۍ يوشمير اسلامي او عربي هېوادونو د ټرمپ له خوا د بيت المقدس د اسراييلو د پلازمينې په توگه د پيژندلو په غبرگون دا کار يې غندلى دى

اتو دولتونو (فرانسې، بوليويا، مصر، ايټاليا، سنيگال، سويډن، بريتانيا او يوروگوای) د ملگرو ملتونو له سرمنشي انتونيو گوتيریش د امنيت شورا مخکې د خپل دریځ روښانه کولو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې فلسطيني ډلو په يوه گډه خبرپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ لوېدیځه تراډه، غزه او قدس کې د عمومي لاريون غوښتنه کړې  همدارنگه په ترکيه کې هم لاريونونه شوى دي .

د اسلامي مقاومت د حرکت (حماس) مشر ویلي، فلسطیني ولس په داسې ځای کې دی چې ددغې دسیسې منل ورته ګران دي او یوازې له خپلې خاورې او مقدساتو د دفاع غوراوی ورپاتې دی.

سعودي عربستان ویلي، د ټرمپ ددغه ناقانونه او نامسؤولانه ګام پایلې به خطرناکې وي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، دا ګام به په سیمه کې وضعیت لا پسې کړکېچن کړي او په منځني ختیځکې به د سولې فرصت له منځه یوسي.

عربي ټولنې هم د ټرمپ دا پرېکړه خطرناکه بللې او د سولې خبرو کې یې د امریکا راتلونکی رول مشکوک او ناباوري ګڼلی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

په ورته وخت کې د اردن پاچا ملک عبدالله ویلي، دا پرېکړه د نړیوال مشروعیت له منځه وړل او د ملګرو ملتونو د میثاق ماتول دي.

د لبنان پاچا میشل عون هم ویلي، د ټرمپ دا پرۍکړه د سولې بهیر ګډوډوي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ټرمپ دغه پرېکړه د سولې د هڅو د اعدامولو په معنا ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، موږ تل قدس د یوې وروستۍ مسالې په توګه پېژنو، چې پربنسټ یې د دواړو خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو ټکی بولو.

اروپايي ټولنې هم د دواړو دولتونو د منحلېدو پر لور د سولې د خبرو پیلېدل غوښتي، چې وايي د لانجې د هواري لپاره باید قدس د دواړو دولتونو پلازمېنه شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ټرمپ دا پرېکړه اندېښمنوونکې بللې ده.

چین او روسیې هم د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه وېره ښودلې.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي، “بریتانیا د ټرمپ له دغې پرېکړې سره موافقه نه ده”، چې په وینا یې “په اسرائیلو کې به د بریتانیا سفارت تل ابیب کې وي او هلته یې د لېږدېدو هېڅ پلان نه شته”.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *