دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / ټرمپ بیت المقدس رسما د اسراییلو د پلازمېنې په ډول وپېژاند
_99098134_187884ad-584c-448e-a37b-3c43dc1ed7e2

ټرمپ بیت المقدس رسما د اسراییلو د پلازمېنې په ډول وپېژاند

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي  چې امریکا  اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني.
ولسمشر ټرمپ  زياته کړې ده  که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو هېوادونو حل ملاتړ کوي.
د ولسمشر ټرمپ له خبرو مخکې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس یوه ویاند خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره ‘خطرناکې پایلې ‘ ولري.
په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ وویل باور یې دا دی، چې دغه پرېکړه د امریکا لپاره او دغه راز د فلسطین او اسراییلو تر منځ د سولې راتګ لپاره ګټوره ده.
ولسمشر د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدولو ته چمتوالی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *