دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / غښتلي پښتون قتيل صاحب څو کرښې ليکلې وې
qudratullah hadad new image

غښتلي پښتون قتيل صاحب څو کرښې ليکلې وې

ارواښاد قدرت الله حداد(فرهاد)

ښاغلى محمد رويال دقوم پوښتنه کړې ده . ليکوال پښتون دى دپلار له پلوه دڅرخ يوسف زى دمور له خوا دميدان امرخېل ،کابل کښې زيږيدلى او لوى شوى له وزير صاحب محمدگل خان مومند نه يې ډېر څه اوريدلي. دهغه فلسفه ډېره پخه ده ،چې يوه يې همدغه ” پښتون له يوه مسووليت سره پيداکيږي ،ځکه پلاريې پښتنو ته څرگندوي،چې ستاسو ملاتړ بل ستاسوټولنې ته راغى ” که پښتون دغيرت او ننگ په لار لاړنه شي خپل پلار ته يې پخه څپېړه ورکړې ده. ليکوال ( قدرت الله حداد ) هڅه کړې ده خپل پلار ته څپېړه ورنه کړي . دومره به بس وي که څه هم غښتلي پښتون قتيل صاحب څو کرښې ليکلې  وې ،خو وزير صاحب ځوانانو ته دپښتو خبرې ډېرې کولې مونږ دهغه تعليم ته اړيو ،چې پام به کوو کومه وړه رساله ،چې دلنډکۍ پښتو سريزې لاندې وزير محمدگل خان مومند ليکلې هغه که تشريح شي يوه اسلامي انساني لاره موندل کيږي ،چې قوم پرې راټول شوى واى .

اسلام او پښتونولي : دادواړه سره تړلي دي . څنگه دده له پيداکېدو سره په غوږ کښې آذان کيږي او دتوپکو ډزې دپښتون دژوند دغه دوه بنسټه دي .له دې وروسته دنيايي چارې پښتانه تل دا دعاکوي ،چې خدايه ته مې دين او دنيا سمه کړې هو داسې پښتانه شته ،چې دادعايي هېره ده .

دوى بيا ائتلاف ،اروپا او امريکا سره يوځاى کيږي ،چې دين او پښتوترې پاتې شي له دې جگړې ټوکېدلي دي او دسولې غږونه دي . دامريکې ددفاع وزير پړه اروپا باندې اچوي ،چې اروپايي هېوادونه ( ناټو) سم وسايل نه لري اروپا وايي ،چې زمونږ ولسي جرگه داجگړه اړينه نه بولي .

خلک لاريونونو ته وځي او دجگړې خلاف شعارونه ورکوي . امريکې کښې هم داسې دي  دابه ډېره ويرونکې وي ،چې ملتونه اوحکومتونه سره بېل شي دکرزي اوالمالکي ساتل ډېر گران شو ،سړه جگړه هم بېرته راغله پښتانه ددين او ننگ په ساتلو کښې سټ شول .

روهيلي سندرې :

زما څه کار په پسرلي  نه شته

زما دزړه باغچې خزان وهلې دينه

زما  ديار لورته تلواردى

آشنا ولاړ دى غمازان مې نه پريږدينه

زما جانانه نا چاري ده

ميين په تايم ناز دډېرو خلکو وړمه

زما دتور اوربل جانانه

زه بې له تا عمر په اورکښې تېرومه

زماله حاله خبرداره

پروردگاره زما واوره فريادونه

زما دغيږې رباب مات شو

اوس به ديار غم په سلگو کښې تېرومه

يوه زړه ټولنه ده ډېرې خبرې لري ،چې په بېلو ادبي ډولونو ويل شوي يوه يې روهيلي سندرې دي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *