دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / امريکا تاييد کړې  چې په افغانستان کې دالقاعده يو مشر وژل شوى
umar-mansoor-NDS

امريکا تاييد کړې  چې په افغانستان کې دالقاعده يو مشر وژل شوى

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مامويت او د امريکا پوځ لوی قوماندان جنرال جان نيگولسن تائيد کړې  چې د القاعده   يوه لوړپوړي قوماندان د افغان او امریکایي ځانگړي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی. جان نيگولسن ويلي دي خطاب د طالبانو په روزنې کې مهم رول درلود، په خاصه توگه د راکټونو، د هاوان دستگاو او نور وسلو د استعمال په اړه وسله والو ته مشوره او روزنې ورکوله.

د جنرال نیکولسن په وینا، د عمر خطاب پر وړاندې عملیات د افغان ځانگړي ځواکونو له ريښتنې ودې پرده پورته کوي او د هغوي د وړتیاوو یوه نمونه ده چې دښمن ته سخت زیان اړولی شي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره ورځ وویل چې د القاعده یوه لوړپوړي ډلمشر عمر خطاب د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.

ملي امنيت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ليکلي چې عمر خطاب او کابو ۸۰ نور وسله وال  دعملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

خو طالبانو د ملي امنيت درياست  دا خبره رد  کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *