دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دپښتون دين او پښتو : پياوړى محمد رويال مومند او څوخبرې !
hadad_pic(

دپښتون دين او پښتو : پياوړى محمد رويال مومند او څوخبرې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
يوه ورځ وزير صاحب محمد گل خان ليکوال (قدرت الله حداد) څخه پوښتنه وکړه . پښتنو کره ،چې زوى وشي ولې دټوپکو ډزې کوي ؟ ليکوال (قدرت الله حداد)وويل خوشحالي ښيي . وزير صاحب وويل : ” دايوازې نه ده ،چې خوشحالي وښيي ،نور پښتانه خبروي ،چې ستاسو بل ملاتړ وزيږيد! ” له دې سړى داسې پوهيداى شي ،چې پښتون له يوې ډنډې سره ساه اخلي او هغه ننگ او غيرت دى . دپښتون ځوى ،چې ساه واخلي ملايې په غوږ کښې آذان کوي پلاريې دټوپکو ډزې کوي .ليکوال
( قدرت الله حداد ) دکابل دآهنگروکوڅې کښې زيږيدلى. وروسته ،چې په خبره پوهېده آهنگري ،آهنگرخانه وه ،چې بالاحصار ته نژدې وه. امپراتور تيمور شاه هلته اوسيده آهنگر استاذانو پښتو خبرې کولې څرگنده شوه ،چې دوى ساپيان دي. داحمدشاه بابا په مهال استاد ياسين خان دتوپ جوړولو استاد اومشر و . احمدشاه بابا به کله کله ډوډۍ ورسره خوړه . ډېر سره خواږه و ، زمزمه ، عندليب ،زلزله توپونه او نور توپونه يې جوړول امپراتور تيمور شاه له خپل پخلنځي دوى ته دغرمې ډوډۍ لېږله داډېره اوږده کيسه ده ،خو لنډه دا توپونه ،ټوپک او توري هرڅه دننه په افغانستان کښې جوړېدل ،آهنگر خانې سره نژدې دباروت جوړولو ځاى و.افغانستان لوى ،پرمختللى خپلواک هېواد و ،چې اوس دادرې صفتونه نه لري ( لوى ،پرمختللى ،خپلواک ) خوابدي په همدې يو ،چې
پېشينه خلکو گټلي ځنې لاړل
ناخلفه مشه لوى دچا په در
انگليسانو داليکلي ،چې افغانانو لومړۍ جگړه په خپلې پرمختللې وسله ،چې ددوى په لاسو جوړه شوې وه گټلې ده . ليکوال ( قدرت الله حداد) داخبره په وار وار کړې او کوي يې دايو تبليغ و ،چې کسبگر ته په کمه سترگه وکتل شي .
دپښتنو زلميانو دا دند ده ،چې په دې حقيقت ځان اوخپل خلک پوه کړي ،چې کسبگر دخداى دوستان دي ( الکاسب حبيب الله ) Jazail جزاييل هغه ټوپکې دي ،چې افغانانو جوړول .جزاييل باندې انگليسي کتابونو کښې ډېرې خبرې شوي .
دانگليسانو ماته له همدغه افغان ټوپک بولي . اکلند Cord Auckland دى ،چې دهندوستان گورنر جنرال و. هغه وايي افغانان په ځان باور لري Self confidence او دا کيسه اوستايي سندروته رسيږي ،چې پکت سره له اسمان څخه مرسته کيږي . په دې اقرار کوي ،چې جزاييل ترانگليسي مسکت ټوپکو ښه دى . زمونږ افغانانو برلاسى ولې له لاسه ووته ؟
Fought with home made long-barreled rifles jazail -which were more accurate and had coyer range than British muskets.
دکتاب نوم .
Beyond the khayber pass
داډېر پېژندل شوى ليکوال او کتاب دى ،ځکه مې دا وښودل .
ليکوال جان ويلر : JOHN H.WALLER
چې خبره دننگ او غيرت ده انگليس پښتانه دوه سوه کاله په غلطه لاربيولى دى څنگه کولى شو پښتو ته راوگرځو؟ څنگه ،چې يو يو تللى دى يو يو دې بېرته راشي کار به جوړشي .
خداى دې مل شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *