دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / په افغانستان کې د القاعده لوړ پوړی وژل شوی غړی عمر منصور څوک دی؟!
umar-mansoor-NDS

په افغانستان کې د القاعده لوړ پوړی وژل شوی غړی عمر منصور څوک دی؟!

ليک: عبدالرحیم (ثاقب)

تیره ورځ (د لیندۍ په ١٤) د ګډ حکومت استخباراتي چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعاء وکړه چې د زابل ، غزني او پکتیا په ولایتونو کې یې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د عمر منصور په نوم چې په عمر خطاب هم مشهور دی د القاعده شبکې یو لوړ پوړى غړى د دې شبکې له ٨٠ نورو غړو سره یوځای وژلی دى.

د ګډ حکومت د ملي امنیت له لوري په یادو دریو ولایتونو کې د پریکنده ماموریت او دولتي ځواکونو مشترک عملیات او په هغه کې د القاعده شبکې د ۸۰ جنګیالیو په شمول د عمر منصور په نوم د هغوی د لوړ پوړي غړي وژل کیدل په داسې ناڅاپي ډول اعلانیږي چې تر دې وړاندې په يادو ولايتونو کې د دفاع وزارت ، بهرنیو ځواکونو او ملي امنیت له لوري د هیڅ ډول عملیاتو خبر نه و ورکړل شوی .

همدا راز د ملي امنیت په یادې اعلامیې کې د یوشمیر نورو بهرنیو وسله والو د نیول کیدو ادعاء هم شوې مګر د هغوي د ټولو د وژل کیدو او نیول کیدو د ځای او وخت د مشخص کیدو په اړه هیڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوي.

له ابهاماتو ډکه اعلامیه

د ملي امنیت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلی عمر منصور په هند کې د القاعده ډلې تر مشر عاصم عمر وروسته دوهمه درجه لوړ پوړی شخص دی چې د دوي لخوا په افغانستان کې وژل کیږي.

له یادې اعلاميي سره مل عمر منصور ته منسوب یو انځور هم خپور کړل شوی چې تر اوسه پوري په هیڅ کومې بلې رسنۍ کې دا تصویر د القاعده تنظیم د کوم چارواکي په نوم نه دی نشر شوی.

د اعلامیې له سملاسي ترتیب ، د هغې په جزئیاتو کې له شته ابهاماتو او د عمر منصور په نوم د مبهم لوړ پوړي چارواکي د تصویر له خپرولو داسې نتیجه ګیري کیږي چې د ملي امنیت دا ټوله تبلیغاتي هنګامه داسې یوه سملاسي هڅه ده لکه د کندهار د غونډې د مخنیوي په اړه چې یې د عطانور او نورو لوړ پوړو مخالفو دولتي چارواکو د الوتکې د منفجر کولو په اړه د مصنوعي رپوټ اعلامیه کومه چې یې غوښتل د هغې په وسیله کندهار ته د عطانور او باتور دوستم د ورتګ مخه ورباندې ونیسي.

د مبهمې اعلاميې د ناڅاپي صادرولو لامل

د ټرمپ د ظالمانه ستراتيژي د سلو ورځو تر تيريدو او په پوځي او تبليغاتي لحاظ د هغې تر ناکامي وروسته هم امريکايانو او هم د هغوي تحت الحمايه حکومت ته د دې اړتياوه چې د دغي ناکامې او ظالمانه ستراتيژي د دوام لپاره يو لاسوند او مبرر ولټوي چې په يوه ځاى د ٨٠ تنه القاعده وسله والو شتون او له هغوى سره د عمر منصور په څير د مهم مشر موجودیت يو تر ټولو سملاسی لامل دى چې دوئ اعلان کړ.

په افغانستان کې د القاعده غړیو شتون ادعاء که حقیقت؟

کله چې په کال ۲۰۱۰ کال د مي د میاشتې په ۲۱ نیټه په شمالي وزیرستان کې د القاعده تنظیم لخوا د افغانستان لپاره ټاکل شوی مسؤل مصطفی ابوالیزید (ابوسعید المصري) د امریکايي ډرون په ترڅ کې ووژل شو تر هغه وروسته القاعده تنظیم په افغانستان کې په مستقل ډول هیڅ کوم مشر نه دی ټاکلی.

تر ښاغلی مصطفي ابوالیزید وړاندې خالد حبیب ، او عبدالهادي عراقي په قبائلي سیمو (ډیورنډ کرښې پورې غاړې) او د افغانستان په داخل کې د القاعده تنظیم د پوځي سوقیاتو مسؤلین وو .

خو د خالد حبیب ، او مصطفی ابوالیزید تر وژل کیدو وروسته بیا ځکه القاعده تنظیم خپل تشکیلات په افغانستان کې لغو کړل چې دا مهال طالبانو (اسلامي امارت) په ټول افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په خلاف خپل رسمي تشکیلات اعلان کړي وو چې له مخې یې د هر ولایت لپاره خپل والي او د ولایت ټول نظامي تشکیلات ورکې معلوم وو.

د طالبانو لخوا د دغو رسمي تشکیلاتو تر اعلانولو وروسته القاعده تنظیم په رسمي ډول په افغانستان کې خپل هر ډول مستقل تشکیلات چې په ځینو محدودو سیمو کې یې لرل منحل او کوم افغاني مجاهدین چې د دوي په یادو تشکیلاتو کې موجود وو هغه د طالبانو د ولایتي تشکلاتو برخه شول.

تر دې وروسته د افغانستان په هیڅ ولایت کې هم مستقلا د القاعده په نوم نه کوم تشکیل شتون لرلی او نه یې هم د لوړ پوړي یا ټیټ پوړي غړي فعالیت.

د افغانستان د اشغال غزونې امریکايي پلمې

امریکایانو په افغانستان کې خپل اشغال ته د پلمې لټولو په غرض وخت ناوخت د افغانستان په داخل کې د القاعده تنظیم د اړونده وسله والو د وژل کیدو او کله هم د هغوی د ژوندي نیول کیدو خبرونه ورکړي دي.

مثلا امریکایانو د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۳ د کونړ په ولایت کې د فاروق القحطاني او بلال العتیبي په نوم د القاعده د دوو غړیو وژل کیدل اعلان کړل.

دا دقیقا هغه وخت و چې په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو (ټرمپ او هیلري) ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې وي دیموکراتان دیته مجبور وو چې په افغانستان کې د خپلې تګلارې د جاري ساتلو لپاره داسې یو اقدام وکړي چې د امریکا راتلونکی حکومت که د هر ګوند په رهبري کې وي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي کیدو لپاره د اوباما موجوده پالیسي تعقیب کړي ، هماغه وه چې امریکایانو په دغه حساس زماني مقطع کې په کونړ کې د فاروق القحطانی او بلال العتیبي وژنه اعلان او بیا يي دې پیښې ته د خپلو تبلیغاتي رسنیو له لارې داسې هوا ورکړه لکه نن چې ملي امنیت د مبهم عمر منصور د وژلو هنګامه توده کړې.

امریکايي رسنیو هغه مهال دا دواړه کسان ډیر مهم او په افغانستان کې د القاعده د بیا را ژوندي کولو مهم مسؤلین وبلل، حال دا چې هغوی ډیر عادي کسان وو.

فاروق القحطاني چې اصلي نوم یې نايف سلام محمد عجيم الحبابي د قطر هیواد اصلی تبعه او په ۱۹۸۱ کې په سعودي کې زیږیدلی او بلال العتیبی هم د سعودي اوسیدونکی چې تر دې زیات یې امریکایانو ته هم نور هیڅ معلومات نه وو.

فاروق القحطاني او بلال العتیبي د ۲۰۱۶ کال په فروري کې د امریکا په تورلیست کې ځکه شامل کړل شول چې د دوي دواړو نومونه په هغو اسنادو کې لیکل شوي وو کوم چې امریکایانو په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه کړي وو …فقط همدا ټکی امریکایانو د دې دلیل وګاڼه چې دا دوه کسان د القاعده لوړ پوړي چارواکي او په افغانستان کې یې د دې شبکې د دوباره فعالولو نیت درلود.

په حقیقت کې نه قحطاني او نه هم عتیبي هغومره لوی کسان وو چې د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د القاعده د بیا فعاله کولو لپاره ددې تنظیم د مشرانو په حیث وګمارل شي .

ځکه په القاعده کې د مهم توب معیار دا دی چې چا له اسامه بن لادن او یاهم ډاکټر ایمن الظواهري سره د افغان جهاد (په ۱۹۸۴م کې د المأسده د تأسیس په مهال) لیدلی او د المأسده عضویت يې تر لاسه کړی او یا یې هم تر هغه راورسته د دوي لخوا د القاعده په تشکیلاتو کې برخه لرلې وي.

فاروق القحطاني او بلال العتیبي د عمر په لحاظ یو هم د دې وړ نه وو چې هغوي دي د المأسده عضویت لرلای وای.

القحطاني او العتیبي خو په هر صورت بیا هم معلوم کسان او اقلا نومونه یې د القاعده شبکې په اسنادو کې یوځل یاد شوي ، خو اوسنی عمر منصور هغه څوک دی چې تر اوسه یې نه نوم د القاعده په تشکیلاتو کې یاد شوی او نه یې هم خپور کړی انځور د هغوی د کوم معلوم غړي معلوم تصویر دی.

بناء د ملي امنیت لخوا د وژل شوي مهم !!! القاعده غړي عمر منصور د پیژندلو لپاره د ملي امنیت یوې بلې توضیحې اعلامیې ته انتظار په کار دی تر څو د هغې په ترڅ کې په داسې سملاسي ډول د دې اعلاميې د صادرولو لامل او له ابهامه پرته د ښاغلی عمر منصور د شهرت او د القاعده په لیکو کې د هغه د دندې او مهم والي وضاحت هم ورسره نشر کړي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *