دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / بهرنى پوځ او افغانستان
hadad_pic(

بهرنى پوځ او افغانستان

ارواښاد قدرت الله حداد (فرهاد)

بهرنى پوځ او افغانستان : کرزي ،چې په نيويار ک کښې دنړۍ له مشرانو سره ليدلي و اوله خبرو ډک و. کابل کښې دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل ،چې ډله ييزو خبرې ( وسيلو ) (١) کښې راغلل کرزي وويل : بهرني پوځونه به پاتې وي هغوى که نه وي نور هېوادونه شا او خوادي . هغوى به بيا خپلې لاسوهنې پيل کړي .

دبش خبره داده ،چې جنوبي کوريا يو مثال دى دامريکې دوست هم دى آباد دى دامريکې پوځ هم هلته شته .

دکرزي په خبري کنفرانس کښې غوره خبره همداوه ،چې دطالبانو وياند بيا هم دبهرني پوځونو وتل شرط بللى دى.  بېنوا يوه ورځ وړاندې دطالبانو له پلوه يو څه خپاره کړي و،چې دطالبانو اساسي قانون يې بللى و اساسي قانون به نه وي غوره غوښتنې به يې وي . بيا دانه شته ،چې طالبانو له خوا چېرته ورکړى شو .دبېنوا له وينا…

دغه 23 مخيز قانون ديوه داسې هېواد وړاندوينه کوي ،چې ښځې بايد مخپټې په څادر کښې په کښې وگرځي . او ټولې نااسلامي زده کړې  په کښې بندې  وي.  ددغه قانون له مخې که بشري حقوق له اسلامي آرونو سره په ټکر کې وي . دپرځايښت وړ نه دي . ( دافغانستان داسلامي امارت ) دغه اساسي قانون په داسې کښې حال کښې خپريږي ،چې افغان دولت ملگري ملتونه او دبريتانيې ددفاع وزير په دې وروستيو کښې دافغانستان په سياسي بهير کښې دطالبانو دگډون په اړه مثبتې څرگندونې وکړې . دطالبانو په دغه کړنلاره کښې ،چې په پښتو او دري ژبوليکلى ده .

دبيان د آزادۍ په په اړه ويل شوي ” هر افغان له قانون سره سم دليکنې يا هرې بلې وسيلې له لارې دخپلو احساساتو او نظر دڅرگندولو حق لري ”  دولت به له شريعت سره سم ښځې په حجاب راولي .

دغه راز قانون دملگرو ملتونو او بشري حقوقو دټولنې له تگلارو ملاتړ کوي ،خو دابايد له اسلامي آرونو سره په ټکر کښې نه وي .

دافغانستان اسلامي امارت له ټولو گاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي په ځانگړي ډول له هغو هېوادونو سره ،چې په دغه جهاد کښې يې له افغان ملت سره مرسته کړې ده . قانون ډېر واک اميرالمومنين ته ورکړى دى . هيڅ قانون نه شي کولاى له اسلامي شريعت سره په ټکر کښې وي . له حالاتو داسې څرگنديږي ،چې داختلاف ټکى بهرني پوځونه دي . ،چې وتل او نه وتل يې دوه بېل څيزونه دي ،چې سره  يو نه دي .دکرزي خبره داده ،چې دنورو هېوادونو لپاره دې  که څه هم ده دکوم نوم ونه وايه بيا ښکاره ده ،چې چين او روسيه به وي ،نو امريکا غواړي خپلو دغو سيالانو ته دآسيا په زړه کښې سنگر ولري ،چې پايناب کښې شخړه روغه نه شوه په عراق کښې ،چې ورته خبره ده. ديمو کراتان وايي ،چې کويت کښې دامريکا پوځ شته هماغه به دعراق څارنه هم کوي افغانستان کښې ،چې دومره خبره څرگنده شوه بياهم ښه ده ،کيداى شي يوه  لاره وموندل شي . په افغانستان کښې که حالات داسې وي بيا اړينه ده ،چې په خبريالۍ او خپرونو کښې دين تاريخ ،پښتو او پښتونولۍ  ته پاملرنه ډېره وشي ،چې بش  دجنوبي کوريا مثال ورکړى بيا به له هر څه پاتې يو.

خوشحال خان په رازونو پوه و ،چې وايي:

نه محمود شته ،نه اياز، دور يې تېرشو

په جهان پـــاتو،  خبرې دمحمود دي

دخپل دين دخپل ملت سيلــــه ثناکا

مومنان دي ،که تر سادي که جهود دي

په خپل حکم به يې بيا سره تازه کــــا

داهډونه ،چې په ځمکه کښې فرسود دي

روهيلي سندرې :

خدايه زما اوښکې گلاب کړې

چې مې جانان ته اميلونه جوړومه

خدايه زما جانان زماکړې

که زمانه شي بيادې تورې خاورې شينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *