دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / څه نوې خبرې او حالات په افغانستان کې !
qudratullah hadad new image

څه نوې خبرې او حالات په افغانستان کې !

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دسپتمبر ٢٩ کال ٢٠٠٧ م د ١٣٨٦ دتلې اتمه په خبرونو کښې درې خبرې  غوره وې ، لومړى ،دحامدکرزي خبري کنفرانس دوه يم دطالبانو له خوا ديوې کړنلارې خپرېدل ،درېيم په کابل کښې ددفاع دوزارت دوړو منصبدارانو وژل کېدل .

ورو ورو څرگنديږي ،چې افغانستان باندې دامريکې يرغل او دطالبانو دامارت غورځول ديوه پلان له مخې و،خودومره په ځيره اوبيړه و ،چې چا سره دسوچ کولو وخت  نه و.

بيا ټول داسې نه و ،څه خلک پوهېدل ،چې دطالبانو اسلامي امارت او دشريعت پلي کېدل نړۍ ته دزغملو نه و؛ ځکه له سينگيانگ څخه نيولې تر استانبول جاګارتا پورې يو اسلامي خوځښت راغى . له همدې امله دامريکې له بريد سره  افغانستان او طالبانو باندې نه يواځې چين ،روسيه او هند غلي و. مرسته يې هم وکړه دنړۍ هرگوټ کښې مسلمانان شته .

هر مهال ،چې افغانستان کښې داسلام غږ پورته شي بيا چاته دمنلو نه وي امان الله خان ،چې جهاد اعلان کړ الغازي المجاهد شواو داسلام اتل و،چې داروپا دود او ترقۍ  ته يې مخه وکړه اوداتاتورک ملگرى شو. بيا څه وشول ؟ امير امان الله غازي دکافر په نامه وشړل شو . او دسقوزوى  دخادم دين رسول الله په نامه پادشاه شو هغه تر رباني مسعود پوه و،دتاجک خبره يې نه کوله . کله يې ،چې وليدل سقويان پادشاهي نه شي کولاى مناسب خلک نادرشاه او دهغه ورونه و،چې څلوېښت کاله وچلېدل . داکمونستانو وکړل ،چې بل خوب يې وليد هغه هم يوه پرده وه تېره شوه هغه يې هم وليدل ،له اسلام سره مخامخ شول ،وغورځېدل له کمونستۍ  سره لاړل .

دادنړۍ ( انگليس فرانسې امريکا …) خوښه وه ،چې پښتانه له قدرته ،چې ډېره کي و ،وباسي او لږه کي  راولي . يو ناڅاپه دروسيې ،انگليس ،فرانسې امريکې خوښه يوه شوه.  طالبانو باندې اروپا امريکا افغان لږکي ،سرداران ،چې له پخوانه ددوى په خوښه پوهېدل راغلل دوى هم بريالي نه شول بله پرده ښکاره شوه.

پښتانه هر ځاى ووهل شول  په دې حالاتو پوهېدل پښتنو ته گران دي  ،خو خپل دين او پښتو به ساتي ،چې شتون په دې کښې دى اوخپل مشران او تاريخ ځکه ودې  گوري ،چې يواځې يو نوم چا پاکستان کښې ورنه کړشو.  پنجاب ،سند،بلوڅ،بنگال هرڅۀ کيداى شو پښتونخوانه شوه کيداى .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *