سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / ښایي د نوې ستراتېژۍ له مخې دیني تعلیمي ځایونه نور هم په نښه شي
n00046180-b

ښایي د نوې ستراتېژۍ له مخې دیني تعلیمي ځایونه نور هم په نښه شي

ویس احسان

د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته ګډو ځواکونو په ګڼو ولایتونو کې بمبارونه کړي او هرځای یې ادعا کړې چې وسلوال مو په نښه کړي مګر حقیقت بیا بل څه وي.
تېره ځل یې په برامچه کې عام کلي او کورونه بمبار کړل چې لسګونو عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله رسیدلې خو ګډحکومت اعلان وکړ چې دوښمن مو په نښه کړی.
دادی تېره شپه یو ځل بیا
ګډو ځواکونو په میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ، عمرخیلو کلي کې په یو دارلحفاظ چاپه وهلې.

ګډو داخلي او خارجي ځواکونو د میدان وردگ ولایت په نرخ ولسوالۍ عمرخېلو کلي کې پر یوې دیني مدرسې چاپه اچولې ، چې په پایله کې یې د یو استاد په ګډون نهه ۹ تنه حافظان شهیدان کړي دي.

دسیمې د خلکو په وینا ددې مدرسه دغه زده کوونکي چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته نه وو په ډېره بې رحمۍ شهیدان کړي.
شننوکي په دې باور دي: چې د امریکا په نوې ستراۍ کې ښایي دا ځل ددیني مدارسو په نښه کول هم شامل شوي وي؛ ځکه دا څویم ځل دی چې دګډو ځواکونو له لوري دیني مدرسې او دارالحفاظونه په نښه کیږي چې ښه بېلګه یې د عمرخیلو د کلي دارالحفاظ دی؛ چې ټول شهیدان شوي شاګردان پکې تر ۱۵ کلو کم عمره دي.
خو ځېني شننوکي بیا په دې باور دي چې ګډ ځواکونه ښایي: دغسې دیني تعلیمي بنسټونه نور هم په نښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *