دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / روسیې په هلمند کې د امریکا د بمبارۍ هرکلی کړی
img1034300

روسیې په هلمند کې د امریکا د بمبارۍ هرکلی کړی

روسیې په هلمند کې د نشه یی توکو پر وړاندې د امریکا د وروستۍ بمبارۍ هر کلی کړی

د انټر فاکس خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستی ګام ستایلی او هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان کې د نشه یی توکو پر وړاندې خپله مبارزه جاري او ګړندی کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ اوړمه ورځ اعلان وکړ، چې بهرنیانو په افغانستان کې د نشه یي توکو د پروسس د مرکزونو د وېجاړۍ نوي عملیات پيل کړي او په لومړۍ شپه يې په هلمند کې د مخدره توکو اته مرکزونه وېجاړ کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي شنونکي وايي، بهرنیان په افغانستان کې مخدره توکي له منځه نه وړي بلکې یوازې د پروسس مرکزونه یې د دې لپاره په نښه کوي چې په اروپا او امریکا کې دوی خپل مرکزونه لري او غواړي چې د نشه يي توکو د پروسس له درکه ترلاسه کېدونکې ګټه له دوی پرته بل چا ته ونه رسيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *