دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / په سمندر کې د امریکا پوځي الوتکه لوېدلې
_98859799_6772ae1e-7370-4ae1-8d27-5d861dd210ec

په سمندر کې د امریکا پوځي الوتکه لوېدلې

د امریکا پوځ اړونده یوه الوتکه له یوولسو سپرلیو سره یو ځای د جاپان په ختیځ د اوکیناوا په جزیره کې سمندر کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل روښانه نه دی، خو د امریکا د سمندري ځواکونو یوه چارواکي ویلي، الوتکې د فیلپین په اوبو کې د یو ایس ایس رونلډ ریګان الوتک وړونکې بېړۍ پر لور الوت کاوه چې غورځېدلې ده.
د جاپان پوځ وايي، په اوبو کې د ډوبې شوې الوتکې ۸ سپرلۍ یې ژغورلې دي. تر اوسه په الوتکه کې د سپرو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *