دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / ذبيح الله مجاهد: طالبان د مخدره موادو هيڅ توليد ځای نه لري
untitleddfdfdffdfdfdfdfd

ذبيح الله مجاهد: طالبان د مخدره موادو هيڅ توليد ځای نه لري

 

طالبانو رسنيو ته په ليږل شوى خبرپاڼې کې ويلي دي چې د مخدره مواد و په اړه  د امريکايي چاروکو دا خبرې ناسمې دي چې گوندې طالبان په مخدره موادو کې لاس لري

 

اسلامي امارت د مخدره موادو هيڅ تولید ځای نه لري په دې اړه د امریکايي جنرالانو ادعاوې ناسمې دي

تیره ورځ د امریکايي اشغالګرو ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن ادعا کړی چې په افغانستان کې يي د اسلامي امارت اړوند د مخدره موادو تولید ځایونه یا مراکز بمبار کړي او له منځه وړي.

باید یادونه وکړو چې اسلامي امارت  د مخدره موادو هيڅ تولید ځای نه لري اونه هم د مخدره توکو په تولید کي لاس لري.

نړیوال شاهد دي چې اسلامي امارت د خپل بشپړ تسلط په وخت کې په ټول هیواد کې د مخدره موادو کښت  او تولید صفرته راټيټ کړی وو، امریکايي اشغالګرو چې په افغانستان یرغل وکړ د مخدره موادو د کښت ، تولید او تجارت لپاره یې پراخه زمینه مساعده کړه او د مخدره موادو د تولید، د کیمیاوي موادو رارسول همدارنګه د تجارت او انتقال لپاره له رسمي لارو  استفاده کیدل پخپله د امریکايي استخباراتو سي آی اي او ورسره د کابل په اداره کې د مدغمو جنایت پيشه باندونو لخوا ترسره کیږي.

د کابل ادارې تر وزیرانو، وکیلانو، واليانو او قومندانانو پورې افراد د مخدره موادو په تجارت کې ونډه لري، له رسمي هوايي ډګرونو او بندرونو څخه دغه راز مواد بهرنیو هیوادونو او مارکيټونو ته رسوی.

همدا راز د امریکايي استخباراتي ارګان سي آی ای مهم افراد او په لوړه سویه امریکايي جنګي جنرالان هم د مخدره موادو په انتقال او تجارت کې برخه لري او د کال په کال پرمختګ لپاره يې زمینه سازۍ کوي.

په دا وروستیو کې د هیواد په ځينو برخو کې د مخدره موادو د مراکزو د له منځه وړلو په پلمه بمبارۍ کول چې بې ګناه عام افغانان په کې شهیدانیږي او یا مالي زیانونه ورته اوړي، کورونه، بازارونه اوباغونه يې تخریب کیږي دا هرڅه د دې لپاره دي چې امریکايي جنایتکار جنرالان خپل جنایات توجیه کړي، له موضوع څخه توجه په بل لوري واړوي او د اسلامي امارت د مجاهدینو په وړاندې د پروپاګند توکي برابرکړي.

اسلامي امارت د مخدره موادو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لرل ردوي  او په دې اړه خپاره شوي تبلیغات حقیقت نه لري.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۹/۳/۴هـ ق

۱۳۹۶/۹/۱هـ ش

٢٠١٧/١١/٢٢م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *