دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / افغانستان ته پر پاکستانۍ لاريو بنديز رسمي پلى شو
_98849506_gettyimages-144886820-1

افغانستان ته پر پاکستانۍ لاريو بنديز رسمي پلى شو

د  ډاکټر اشرف غني  هغه فرمان نن رسماً پلی شو، چې پر بنسټ یې پاکستاني ګاډي اجازه نه لري افغانستان ته توکي ولېږدوي.

خو ویل کېږي هغه پاکستاني ګاډي چې بار یې ژر خرابیږي او یا اور اخیستونکي وي اجازه لري پلازمېنې کابل او ګاونډیو ولایتونو ته یې مالونه ولیږدوي.

د افغانستان ټراسپورټ وزارت سرپرست حمید طهماسي کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي ،له دې   وروسته به پاکستاني ګاډي په تورخم او سپین بولدک کې مالونه کوزوي او د افغانستان د لاريو په مرسته به د افغانستان نورو سیمو ته لیږدول کېږي.

تر اوسه پاکستانیو ګاډو کولی شول د افغانستان ګوټ ګوټ ته توکي یوسي او د دې هېواد له لارې یې منځنۍ آسیا ته هم ولېږدوي، خو د افغانستان لاریو کولی شول یوازې تر پېښوره توکي یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *