دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې /   پښتانه دې پردي ډول ته  اتڼ نه کوي
hadad_pic(

  پښتانه دې پردي ډول ته  اتڼ نه کوي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

ملک اختيارالدين  خرپوست ،چې پېښور کښې و دچنگيز مقابلې ته غزني ته لاړ هلته يو لک مجاهدين پر ده راټول شول يو ملي اسلامي خاين ملک اختيارالدين خرپوست په دوستۍ کښې ميلمه کړ او خپل دغه او څار نامتو لښکرکښ  دوست يې وواژه ،چې ورسره له پېښوره راغلي غازيان تيت پرک شول تاريخ ددې لپاره دى ،چې تکرار نه شي اوس وزيرستان او پښتونخواکښې څوک وژل کيږي ؟ پښتانه او پاکستاني عسکر ،چې په دواړو کښې  ددې سيمې خلک نه دي خوشحال ، خود دامريکې خوښه ده او دمشرف مرسته ،مشرف که جمهور رييس وټاکل شي دابه په کوم قيمت وي ؟ هغه به دپاکستان ملت ورکوي داحال دى په افغانستان .

مطلب له دې بيا دادى ،چې پښتون خپل دريځ وپيژني پښتون دپاکستان او افغانستان کمربند دى دواړه ساتلى شي دادريځ دې په خپله پښتانه غوره کړي دا دمغلو يا امريکې منصب نه دى ،چې هغوى ته يې ورکړي ،سياسي حالات تردې هم کړکيچن دي او نړۍ بدله شوې بيا هغه هېوادونه ،چې پاخه سياست پوهان لري لاس له پښونه خطا کوي .

دامريکې کړوته ځيردي ځکه امريکا دبش په لار ښوونه دوه مهمې چارې په مخ بيايې لومړى يې امريکا په نړۍ کښې بې ويساکړه دوهم په ورو ورو يې اقتصاد او کورني حالات يې ويجاړيږي څه ،چې امريکا دخپلې  بربادۍ دپاره کوي هغه ته گوري چين اوروسيه دې ته گوري هغوى دافغانستان او پاکستان په غم نه دي غمجن . داسياست دى ،چې دوست اودښمن نه لري هغه به کوي ،چې ملي گټې يې غواړي .

اورنگ زيب  به دکابل  دخلل غم کا

ساقي وخت دنوبهار دى راوړه مى

دخوشحال په دې بيت کې ډېره معنى پرته ده رندي اوسياست دواړه دي له دې موقع خپله گټه واخلئ په رمزکښې همدا وايي ،چې پښتانه دې خپل کارکوي پردي ډول ته دې اتڼ نه کوي .

اقبال هم يو شاعر دى خوشحال خان هم اقبال دخوشحال خبره کوي خپلواکي غوښتونکي سره بيل نه وي دځوانمردانو ملت يو دى . حتى خوشحال خان وايي : ( مرد نه مور لري نه پلار )

مرد نه غم دخپل شرم کا

نه عزت داعتبار

نا مرد فخر په نسب کا

مردنه مور لري نه پلار

خوشحال بابا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *