دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دجنرال مشرف زوروره ديموکراسي!
qudratullah hadad new image

دجنرال مشرف زوروره ديموکراسي!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

افغانستان ،پاکستان ايران مرکزي آسيا شمالي هند په اوسنۍ جغرافيې کښې ډېر هېوادونه دي او سياسي سرحدونه لري ،چې داسرحدونه دانګليسانو له خواپه نولسمې او شلمې پيړۍ کښې جوړ شوي بيا په دې برخه کښې دامريکايانودآسيا په يوويشتمې پيړۍ کښې يوه نقشه خپره شوې ډېرو سره شته اوکتل شوې ده .

په دې نقشې کښې دپاکستان حال تر ټولو بد دى دپاکستان سياستپالو ته اړينه ده ،چې دانقشه خپل تر مخې وځړوي او تل ورته وگوري په افغانستان کښې دانقشه ډېر بدلون نه لري اوداده ،چې افغانستان ژوبلوي هند هم داسې دى .

په دې پوهيږو ،چې دا دامريکې نقشه ده دچين اوروسيې ،چې آسياکښې دي دهغو نقشه نه ده څرگنده ،چې هغوى څه غواړي ؟ دتلې دمياشتې په لومړي دوهمي  1386 لمريز کال جنرال مشرف په پاکستان کښې سياسي مشران ونيول او ټاکنې په اووم داکتوبر دي ،نواز شريف يې عربستان ته وليږ ه بېنظيربوټوبه هم په دې حالاتوکښې  راشي که رانه شي ،يوازې جنرال مشرف به وي هرڅه ،چې پېښ شول دامريکې ديموکراسي داسې وي بش ،چې په اتو کلونو کښې دامريکې جمهور رييس و ټولونه  يې لاره ورکه کړه .

دې پاڼې کښې داويل شوي دي ،چې افغانستان باندې راغلې وه. پاکستان ولې په دې بړستنې کښې پښې ننه ايستې . تاريخ ،چې هر څه وايي وبه وايي کله ،چې ډېره زمانه واوړي ،لنډه دا،چې افغانستان کښې دطالبانو په نامه يو حکومت راغى ،چې شريعت يې خپله لار کړه په 2001 م په امريکاکښې تجارتي مرکز او دامريکې دفاعي مرکز ووهل شو پړه القاعده باندې راغله دالقاعدې مشر افغانستان کښې و دافغانستان داسلامي امارت مشر اميرالمومنين ملاعمر دالقاعدې مشر اسامه بن لادن امريکې ته ونه سپاره امريکې بريدوکړ امريکا افغانستان کښې دخپلې خوښې حکومت ودراو .

جنرال مشرف ،چې کيداى شو ځان له دې آفته لېرې وساتي امريکې ته يې لاس ورکړ امريکې دپاکستان پورونه وبخښل نورې مرستې يې ورسره وکړې دپاکستان ملت په دې راضي نه و بيا حالات ډېر بدل شول

طالبانو ،چې يو پخوانى دود ترسره کړ ،چې اسامه بن لادن يې ونه سپاره لکه ،چې دولسمې ميلادي پيړۍ کښې سلطان جلال الدين محمدخوارزم شاه يې چنګيزته نه وسپارلى افغانستان يو ځل بيا په دې خبرې چيت پيت شو دچنګيز په مهال ملي اسلامي خاينانو هماغه ظالم سره مرسته کوله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *