دوشنبه , 22 جنوري 2018
کورپاڼه / خبرونه / امریکا شمالي کوریا د ترورېزم د ملاتړ کوونکي رژیم په توگه اعلانوي
160927025905_trump_624x351_getty

امریکا شمالي کوریا د ترورېزم د ملاتړ کوونکي رژیم په توگه اعلانوي

د امریکا ولسمشر ويلي دي  حکومت‌یې شمالي کوریا د ترورېزم د ملاتړ کوونکي رژیم په توگه  اعلانوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ  د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې دا کار ځکه کېږي چې پیونګ‌یانګ د کوریاګانو په ټاپو وزمه کې اټمي بحران ډېر پراخ کړی دی.

ډونالد ټرمپ وویل:”د امریکا متحده ایالات نن د شمالي کوریا حکومت د ترورېزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه په نښه کوي. دا کار باید مخکې شوی وی. د شمالي کوریا رژیم د دې تر څنګ چې نړۍ په اټمي بحران تهدیدوي، په دوامدار ډول‌یې د ترورېزم ملاتړ کړی چې په بهرنیو هېوادونو کې قتلونه هم په‌کې شاملېږي.”

ډونالد ټرمپ زیاته کړه چې د شمالي کوریا پر ضد به نوي ګامونه واخیستل شي.

د امریکا د خزانې وزارت به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *