چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / آخِر دا ولس باید څه وکړي؟
Ashabd

آخِر دا ولس باید څه وکړي؟

حقپرست

پرون په کابل کې د ګډسري رژیم دواړو سرخیلانو د امریکا وایسرای (هوګو لارنس) ته په اوږه د افغان غازي میر مسجدي خان مډال ور وټومبه، په داسې حال کې چې د همدغه وایسرای امریکایي الوتکو تازه په تګاب کې په لسګونو بې ګناه ولسي وګړي په شهادت ورسول، تر دې یوه ورځ وړاندې یې په فراه کې پر یوه کلي ړنده بمباري وکړه او ولسي خلکو ته یې د مرګ ژوبلې ترڅنګ بې شمیره مالي تاوانونه واړول، تر دې پیښې وړاندې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ درې کلي یې په بمبار کې لوټې لوټې کړل او د لسګونو ولسي وګړو ژوند یې واخیست، تر هغه هم مخکې په لوګر او ننګرهار کې ګڼ شمیر ملکي خلک د امریکایانو او ګوډاګیانو بمباریو شهیدان کړل.

دا یې څو وروستۍ بیلګې دي، کنه نو ټول بې دفاع او بیچاره ولس مو د بې رحمه او ظالم دښمن د ړندو بمبارویو، شپنیو عملیاتو، ځمکنیو هوانونو، د چاڼیزو عملیاتو او نورو ډول ډول پیښو له لاسه شپه او ورځ د مرګ او ژوند له کش مکش سره مخ دي.

د طالب او مجاهد په نوم ټول ولس کړول کیږي. بلخوا په افغانستان کې د پخوانیو قانوني محبسونو ترڅنګ اوس د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا نور په سلګونو ناقانونه محبسونه آباد شوي، چې د طالب، مجاهد، ترهګر او مخالف په نوم له لسګونو زره افغانانو څخه ډک کړل شوي دي.

په زندانونو کې چې له بندیانو سره څه ډول چلند ترسره کیږي، د شفافیت د څار د ادارې تازه راپور کې يې په اړه د مشت نمونه خروار په اندازه خبرې راسپړل شوې، چې فقط د دریو معلومو زندانونو څارنه یې کړي وه، او په هغه کې یې بوږنوونکي حالات بیان کړي وو، راپور ویلي دي چې تنها په دې دریو زندانونو کې موږ 1000 داسې پیښې ثبت کړي دي، چې هغه بلکل د بشریت ضد دي او په هیڅ قانون کې جواز نلري.

دا راز تر دې مخکې د ملګرو ملتونو راپورونو د کندهار د یو بد معاش اربکي قومندان رازق د زندانونو بوږنوونکی حالات هم قلمبند کړي ول، چې یو ستر بشري ناورین یې بللی وو، مګر بیا هم نړیوال ځواکونه، بشري ټولني، تش په نوم اسلامي بنسټونه، مدني فعالین او داسي نور … یو هم هیڅ نه وایي چې آخر ولې دا ډول چلند د هغه چا لخوا تر سره کیږي چې ځان د نړۍ مهذب، متمدن او د بشر خواخوږي را پیژني؟

په کابل کې د جانګیري لخوا مسلط شوي ګوډاګیان خو هسې هم نه ملت ورته د مسئوله او باوجدانه انسانانو په سترګه ګوري او نه دوی تر اوسه پورې داسې کارنامه انجام کړې چې وښیي دا خلک د یرغلګرو د ګټو د ساتنې او هغوی ته د بې شرمانه غلامۍ نه پرته نوره کومه اجنډا لري، او یا دا احساس ورسره وي چې خلګ ګمان وکړي چې دوی هم افغانان دي او یا د افغانیت شعور لري؟؟!

یرغلګر چې هرڅومره ستر جنایت او یا قتل عام وکړي، دوی یې تائیدوي او هغوی ته د برائت پیدا کولو هڅې کوي او جنرالانو ته یې پر اوږو مډالونه ورټومبي.
نو د زور، ظلم او جبر په داسې یو حالت کې د دې مجبور ولس مسئولیت دا دی چې ټول په یوه غږ را اوچت شي او د اسلامي امارت د جهادي قافلې ترڅنګ د متجاوز کافر او د هغوی د بې ننګه مزدورانو د ظلم په وړاندې یو موټی ودریږي او د خدای تعالی دا فرض عین حکم (جهاد) ته په عملي ډول ملا وتړي. که څه هم زموږ په مسلمان ولس کې اوس داسې ډېر کم خلک شته چې په جهاد کې دې برخه ونلري، البته ځینې خلک لا اوس هم شته چې مصلحتونه سنجوي او د عملي جهاد پر ځای له نورو لارو د افغانستان د ناورین د له منځه وړلو په لټه کې دي، مګر جهاد د مسلمانانو لپاره الله تعالی د خلاصون هغه وسیله بللې چې د خپل سر، مال، ناموس، دین، اولاد، عزت او خپل هویت د ساتنې تر ټولو غوره بلل شوې ده. ترڅو به دا ولس د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د ظلم تر چاړې لاندې په دومره بې دردۍ سره په داسې تدریجي مرګ وژل کیږي،
له دې حالت څخه د خلاصون تر ټولو غوره یوازنۍ همدا لاره ده، چې الله تعالی یې خپلو مؤمنو بندګانو ته هدایت کړی، چې د کافر د تجاوز او د ظالم د ظلم په وړاندې چپ مه پاتې کیږئ او خپلې تورې ته لاس کړئ، چې په مټ به یې الله تعالی هرو مرو تاسو ته نجات درکوي. ان شاءالله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *