چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دميرويس هوتک نوم لرغونى دى
hadad_pic(

دميرويس هوتک نوم لرغونى دى

ارواښاد قدرت الله حداد(فرهاد)

دميرويس هوتک نوم لرغونى دى ،چې بحث پرې شوى دى احمدشاه بابا ،چې ځان درانى باله داقوم و  لقب نه و ،چې دردران دى  احمدشاه بابا مهر باندې يا فتاح احمدشاه درانى ليکلى دى وروسته ځينو ويل ،چې دايو اعزاز او لقب دى حال دا،چې دى پوهېده ،چې لرغونى قوم دى دا،چې اوس دى دوى داحمدشاه بابا تصاوير له احمدشاه مسعود سره يو ځاى کړل ،چې خداى مه کړه احمدشاه بابا ته سپکاوى دى ،چې دده په نامه قوم داوکړل او دوى پخپله دهر چا نوکران دي دتروجان دجگړې فاتح اودپاني پت دجگړې فاتح ،چې يو ډېر لرغونى دى او بل همدغه احمدشاه زمونږ بابا دى ميرويس نيکه او ددځوى شاه محمود هوتک داصفهان فاتح يوه لرغوني قوم سره اړه لري ،چې اتلس  پيړۍ وړاندې تر ميلادړه و او دامسايل تراوسه افغانستان کښې څېړل شوي نه دي دالومړى ځل به وي ،چې اوس ياديږي

له دې خبرو غوښتنه داده ،چې دپکت خلک بېلې څانگې لري او هر قوم يې يو تاريخ لري او ،چې انگليس او امريکا په گډه غواړي نړۍ گيډې ته واچوي دوى په دې کښې همدلته پاتې راځي. امريکې کښې ديموکراتان وايي دعراق جگړه هره اونۍ درې بيليونه ډالر خرڅ لري ،چې دامريکې ملت يې له ټکس يا ماليې ورکوي او عسکر خپله عسکري پريږدي ولې داخبره وغځول شي ،چې حالات نور هم ويجاړ شي .

پښتنو ته پېښه ده ،چې خپل شتون وساتي راځو روهيلي سندورته دپښتون او پښتنې له زړه ويلي دي او يونکى يې څرگند نه دى .

چې داشنا په کوڅه راشم

لکه په تخت دپادشاهۍ چې اوختمه

چې داشنا دبنگړو شرنگ شي

زړه په سينه کښې ووهي ټوپونه

چې دالله رحم پرې وشي

دعمر تللى يار به يې غيږې له راځينه

چې دبېلتون دجگړونه يم

ځان به عبث له ملکه ولې ورک کومه

چې دبې ننگويارانه کړي

آخر به خوار شي که باچا دجهان وينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *