چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / افغان ځوانانو ته یو پیغام
maxresdefault

افغان ځوانانو ته یو پیغام

ابو یاسر افغان

زما ګرانو ورونو!

دین ورځ تر بلې سختیږي، د دین ساتنه او د دین عملي کول، له دین څخه دفاع او د دین دعوت او تبلیغ یو تر بله سخت شوي دي؛ مثال یې درته وایم: له نن څخه لس کاله مخکې د یرغلګرو خلاف جهاد کول اسانه ؤ نسبت نن حالت ته، هغه وخت به ستاسو د جهادي مبارزې دښمنان یواځې یرغلګر صلیبیان او د هغوی لاسپوڅي وو، خو نن چې تاسو جهاد پېل کوئ، نو تر یرغلګرو مخکې به مو د کور کلي خلک او د مسلمان بلکې د مجاهد تر نوم لاندې فعال کسان مخالفت کوي، په یوه او بله پلمه به مو مخنیوی کوي او له بلې خوا که وګورو لس کاله مخکې د عامو خلکو اذهان هم نسبتاً د جهاد په هکله ښه وو، دوی په اسانه منله چې هوکی! صلیبیان یرغلګر او پرضد یې جګړه جهاد دی، مګر تېرو لسو کالو کې د صلیبیانو فکري یرغل او فکري وسایلو دومره کار وکړ چې اوس نو په ډېره ګرانه به تاسو یو چاته د جهاد په هکله قناعت ورکوئ، عام خلک د صلیبیانو ټول وحشتونه ګوري، ورته په قهر دي، خو دا بل لوري ته وګورئ د صلیبیانو پرضد حتی یواځې مظاهرې هم درسره په اسانه نه مني وایي دا د وطن د دښمنانو کار دی، اشرف غني وطن جوړوي او څوک چې یې پرضد مظاهرې کوي، هغوی ترهګر دي!!

حالت ورځ تر بلې خرابیږي، د فکري استعمار اثرات را څرګندیږي او د جهاد په هکله د صلیبي زیره خورو رسنیو پروپاګند زور اخلي، که چېرته امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او داخلي ملګرو یې د دې هېواد جوړېدل غوښتلی، نو هغه سلګونه او زرګونه میلیارد ډالر چې دلته راغلل، هغه د دې لپاره بس ول چې افغانستان اوس د سیمي په کچه یو پرمختللی، پر امن، په ځان بسیا او قوي هېواد وای، مګر دا چې دا خلک په نیتونو کې مخلص نه ول، هغه دی له ۱۶ کاله ډیموکراسۍ وروسته هم افغانستان یو وروسته پاتې، نا امنه، وچکالۍ ځپلی او سوالګر هېواد دی، امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو پرې د خپلو مرستو احسان هسې وربار کړی، په حقیقت کې هغه ټولې مرسته شوې پیسې بیرته د صلیبیانو په اهدافو مصرف شوې څه دلته او څه یې له هېواده د باندې. نو راځو دې خبرې ته چې موږ افغانان ډېر ژر تېر وځو، د خلکو په رنګینو شعارونو او وعــدو ژر باور کوو او پایله یې دا شي چې هر څوک راځي موږ ځپي او بېرته ځي، دا نن چې پر هېواد صلیبیان واکمن دي معلومه خبره ده چې دوی زموږ د دین او هویت په ختمولو پسې راغلي دي، خو غرب پالو رسنیو زموږ د عوامو ذهنونه اشغال کړي او ورته یې په اذهانو کې دا خبرې اچولي چې همدا صلیبیان دي چې دا هېواد ساتي، که دوی ووځي نو افغانستان خو د بلاوو منځ کې را ایسار دی لواړ به یې تېر کړي، مګر حقیقت څه بل ډول دی، تاسو وګورئ د امریکایانو او ناټو په موجودیت کې زموږ د خاورې او حریم غصب تر پخوا څو چنده زیات شوی او زموږ د ملت د عکس العمل مخه هم امریکایانو نیولی ده، ګاونډي هېوادونه دلته خپلې ګټې لري او امریکا ورسره معاملې کوي، تاوان یې موږ ته رسیږي او ګټه یې ګاونډیانو او امریکا ته، که چېرته امریکایان ووځي افغان ولس د خپل هېواد او خلکو د ساتنې پوره تجربه لري او ګاونډي هېوادونه به په دې خاطر هم د تیري او تجاوز فکر نه کوي چې د افغان ولس له غبرګون څخه به ډاریږي، دا اوس چې څه کوي دا خو په دې ډاډه دي چې اشرف غني افغان ولس امریکا ته د غلامۍ او احتیاج په ځنځیرونو تړلی دی، کرزي ورته د وسلو نه خلاص کړ او اشرف غني ورته د امنیتي تړون په واسطه سم کلک وتاړه، اوس چې امریکا او ګاونډي هېوادونه هر څه کوي ولس به ورته خړ خړ ګوري هیڅ به نشي ویلی، لکه دا تېرو دریو کالو کې چې یې موږ شاهدان یو، هره ورځ وژنې دي بمباري ده، مګر ولس څه نشي کولی!! خو که د امریکایانو خلاف څوک د جهاد او مبارزې په لاره قدم ږدي له خپل کوره تر ټولې نړۍ به یې خلک مخالفتونه کوي، سره د دې چې د اشرف غني غورې دربې ټولې پوچي وختلې ولې بیا هم دا خوشبینه او له حده زیات باور کوونکی ولس له دې مغز خرابي څخه د خیر تمه لري چې دا حالت ډېر خطرناک پړاو ته رسیدلی دی.

د امریکایي اشغال او متفکر پلویان وایي په ایران اوبه بندې شوې نیمایي ایران وچ ډاګ شو، پاکستان منزوي شو او هغه دی نن دی که سبا دی ټرمپ بابا به پرې اټوم بم استعمال کړي دا هم د اشرف غني د پالیسۍ برکت دی، د ریل پټلۍ جوړه شوه چې له جلال آباد څخه ریل کې کینې نو په نوي ډهلي کې به ښکته شې او چې په کابل کې ریل ته پورته شوې د شمال په لاره به د بدخشان نه لنډ چین ته واوړې!! دا او دې ته ورته خیال پلاوونه او سل په سلو کې درواغجنې ډنډورې دي چې د متفکر خیاطان او غرب پالان پرې شپه ورځ شخوند وهي، حقیقت خو دادی چې اشرف غني د دې وطن یواځنۍ شتمني(کانونه) هم د ټرمپ له ګټو زار کړل او له ټرمپ څخه غواړي چې ژر دا کانونه وسپړي، وایي زه هم نور ختم یم د ګور په غاړه ولاړ یم هسې نه زه مړ شم، امنیتي تړون ختم شي بیا به دا کانونه د امریکا په نصیب نه شي او د رولاګلې نصراني لالاګان به وایي چې زموږ زوم(اشرف غني) موږ ته کوم د پام وړ خدمت و نه کړ!!

اې افغان مجاهد ولسه! د دې روان حالت نه به هله خلاصیږو چې په یو غږ او یو تکبیر د یرغلګرو او د هغوی د غلامانو خلاف د جهاد ډګر ته را ووځو او په خپله د خپل هېواد غم وخورو، که موږ همداسې د غفلت په خوب ویده وو او فقط د ښه راتلونکي خوبونه ګورو، نو دا به زموږ لویه تېر وتنه وي چې جبرانول به یې زموږ د وس خبر نه وي.

په هېواد کې د خپلواک اسلامي نظام د قیام په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *